افغانستان

سیلابونه: د وژل شوو کسانو شمېر تر ۷۶ تنو وواښت

د هېواد د شمالي ولایتونو څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د جوزجان، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه شوي.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان عبدالمنان رووفي وايي چې دغه سیلابونو تېره شپه ددغه ولایت په مرکز شبرغان کې د سختو بارانونو له امله سیلابونو راووتل چې تر دې دمه په کې تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي.

دده په وینا تر دې مهاله د ۲۹ کسانو مړي د شبرغان ښار ته راوړل شوي دی.

په دغه سیلابونو کې په لسګونو کورونه اوبو وړي او زیات شمېر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.بخش های از جوزجان٬ فاریاب و بادغیس شب گذشته٬ شاهد جاری شدن سیلاب بوده و صدها تن در این سیلاب گیرمانده اند

د جوزجان ولایت والي محمدالله بتاش رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه سیلابونو د شیرین تګاب، خواجه سبزپوش، دولت آباد، المار او دوه نورو ولسوالیو کې سخت زیانونه اړولي دي.

همدا راز د بادغیس په ولایت کې هم سیلابونو لږ تر لږه ۸ نفر مړه کړي. د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست رئیس عبدالحمید مبارز ویلي چې ددغه ولایت په مرکز قلعه نو کې سیلابونو د یوې کورنۍ ۶ تنه مړه کړي.

دده په وینا په مړه شوو کې ۴ ماشومان، یو نارینه او یوه ښځه شامل دي.

د راپورونو په اساس دغه سیلابونو د شپې هغه مهال راغلل چې خلک اوده وه او له همدې امله یې زیات کسان مړه کړي.

انديښنه شته چې وژل شوو کسانو شمېر نور هم زیات شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x