نړۍ

پر ایران د سعودي برید – خیالي ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سعودي مشهوري او حکومت پلوه ورځپاڼې «جریدة الریاض» یوه ویډیو خپره کړې چې په کمپيوټر جوړه شوې او پر ایران باندي د برید خیالي جګړه انځوروي.

په ویډیو کې لومړی ایرانۍ کښتۍ د سعودي د مرستو پر یوه لویه کښتۍ برید کول غواړي، چې خبر یې د سعودي د پوځ قومندانۍ ته ورسیږي او له هغه ځوایه د ځوابي برید امر وشي.

ایران په ځواب کې پر سعودي خپل میزایل وار کړي خو د سعودي پوځي قومندان امر وکړي چې د مخنیوي لپاره یې د امریکا جوړ «پاټریوټ» میزایل وکاروئ چې همداسي کیږی او دلته سعودي الوتکو ته امر کوي چې د ایران اټومي بټۍ په نښه کړي او همداسي پوځي اډې تر برید لاندي ونیسي.

وروسته سعودي ځواکونه د سمندر له لاري د ایران سواحلو ته ورسیږي او د حکومتي چارواکو په نیولو پیل وکړي، چې په دې کې د ایراني پوځ مهم جنرال «قاسم سلیماني» کور ته ورسي او هغه په داسي حالت کې ونیسي چې بدن یې له ویرې لرزیږي.

په ویډیو کې ښکاري چې د ایران خلک د تهران لویو چوکونو ته را ووزي، د سعودي پاچا سلمان او د هغه زوی محمد عکسونه یې اوچت کړي او د سعودي ځواکونو ته ښه راغلاست وايي.

په دغه وخت کې سعودي الوتکې له اسمانه ورقې غورځوي چې پر هغو باندی د امنیت ډاډ ورکول شوی وي.

په فیلم کې د دې خیالي جګړې قومانده خپله د ملک سلمان زوی ولیعهد محمد بن سلمان ورکوي، د فیلم پيل هم د نوموړي په هغه وینا کیږي چې روان کال یې په یوه مرکه کې کړې وه، او ایران د ځان لپاره ګواښ بللی وو، نوموړي ویلي وه: «د ایراني نظام اساسي هدف د مسلمانانو قبلې ته رسیدل دي، مونږ به تر هغو انتظار ونه کړو چې جګړه سعودي ته را ورسیږي، بلکې کار به کوو تر څو جګړه ایران ته دننه ننباسو».

ویډیو دلته کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
qadairshah

اوونډراا ولاکه سعودي شی لا وکي ګرده عمر يې په فحاشي تیر کړي د ایران خلګو تعلیم وکړي یو شي یې زده کړي

محمد نعیم سادات

پدی خیالی جګړه کښی دا ندی ویل شوی چی لدی خواه به حکمتیار صاحب د خپلو څوسو زرو کسانو سره د صفویانو پر ځاله ور ودانګی او حقیقت هم همدا دی چی صفویان ‌‌‌‌‌‌ډیر له افغانانو څخه ویره لری نسبت له سعودی عربستان څخه خو که سعودی عربستان په افغانستان کښی لویه سرمایه کذاری وکړی نو دا خوب. رښتیا کیدای هم شی.

الجاج استاذ بیانزی

د سعودی ډير شمیر حتی قاطع اکثریت ښه مسلمانان او په دینی علومو کی تر ټول اسلامی جهان ښه پوهه او تقوی لری، د ایران خلک سره ددی چه شیعه یان دی مګر د سنیانو سره د اخوندی حکومت په کچه کرکه نه لری اخوندی حکومت د حلکو دننه جواسیس او بنسټونه جوړ کړی داسی څرګندوی چه د ایران عادی شیعه یان هم د ایران او اسلامی نړی د سنیانو سره کرکه او دشمنی لری . سعودی کی هم یواځی شاهی کورنی او په عوامو کی د هغوی نمک خواره د ایران شیعه یانو سره تر دی کچی کرکه چه… نور لوستل »

نا پيژاند

زه خپله فعلاً د رښتینی جنګ تر پیل پوری ( چه دُعا کوو رامنځته نشی) پدې هکله کوم نظر نلرم، البته لرم ئې خو فکر کوم ډېرو دوستانو ته به د هضم وړ نه وی امّا د ښاغلی م.نعیم سادات د نظر په هکله باید ووایم: که دا ومنو چه د سعودی حکومت او مذهبی کړیانی د یهودو او امریکائیانو په چوپړ کی دی نو د حکمتیار د احتمالی ګډون په هکله به دا پوښتنه رامنځته شی چه: د حکمتیار تېری ټولی لاپی او باټی چه ګواکی د امریکائی اشغالګرانو سره ئې مسلحانه مبارزه کول، یو ستر دروغ ؤ .او… نور لوستل »

نا پيژاند

ھسی نہ چی دشیخ چلی کانہ پہ وسی

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx