طالبان: د ټرمپ په استراتیژۍ کې پر ښوونځیو او کلینکونو بمبارۍ زیاتې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د طالبانو په رسمي وېب پاڼه الاماره کې ویل شوي، له هغه راهیسي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ استراتیژې اعلان شوې، د هیواد په بیلا بیلو برخو کې بمبارۍ، چاپې، ډرون بریدونه او توپچې بریدونه زیات شوي چې اکثره یې جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او کلینکونه هدف ګرځیږي.

د طالبانو په سرلیکنه کې راغلي چې د کابل اداره او بهرنیان تل طالبانو باندي تور پوري کوي چې د ښوونځیو مخه نیسي او یا هم کلینکونه تړي، خو ددوی وروستیو چاپو او عملیاتو جوته کړه چې د علم، پرمختګ او د خلکو د شیرازۍ دښمن څوک دي.

دوی د ګډو ځواکونو ځیني وروستي عملیات هم شمار کړي چې په وینا یې جنګي جرمونه بلل کیږي، چې ځیني يې په لاندي ډول دي (متن کټ مټ لکه څرنګه چې د طالبانو په سرلیکنه کې راغلی):

«د ډسمبر په ۸مه د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې د کابل رژیم عسکرو او پولیسو یو صحي کلینیک چور کړی، ټول صحي سامان آلات، ادویه، چپرکټونه، د برق ماشین او نور لوازم يې وړي دي. یادشوي کلینیک د سور صلیب له خوا اکمالیده او دهمدې سیمي دخلګو ددرملنې یوازینی روغتیایي مرکز و، چې د رژیم دوسله والو له لوري چور او فعالیت یې فلج شو.

د ډسمبر په ۱۰ مه یرغلګرو دداخلي مزدورانو په ملتیاد میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شیخ اباد په نوري او کودي سیمو کې چاپې وهلي، د کورونو دروازې یې ماتي کړې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي او په نوري کلي کې یې ۱ صحي کلینک لوټ کړی، طبي توکي او الات یې ور څخه وړي دي.

د ډسمبر په ۱۱مه د خوست ولایت مندوزیو ولسوالۍ دورزي سیمه کې امریکایي اشغالګرو د کورنیو غلامو عسکرو په ملتیا په دیني مدرسه وحشیانه چاپه وهلې، دښمن د چاپې په مهال مدرسه کې داړتیا وړ توکي لوټ کړي او ۲۶ تنه زده کونکي یې له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

د نومبر په ۹مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د مموزو په جانکخېلو سیمه کې اشغالګرو د داخلي عسکرو په ملتیا په یوه کلینک او د بازار په دوکانونو چاپه وهلې، د کلینیک چوکۍ، کړکۍ او نور مهم آلات او لوازم یې ویجاړ کړي دي.

د نومبر په ۲۸مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ کې یرغلګرو دچاپې په مهال دمکتب څلور تنه استادان بندیان کړي دي.

د سپټمبر په ۱۶مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اوریاخېلو سیمه کې اربکیانو دځایې ښوونځي ښوونکی ( معلم جان محمد) شهید کړی او دنوموړي دوه زامن یې ټپیان کړي دي.

د سپټمبر په ۱۵مه دبغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په مرکز کې داخلي عسکرود ولسوالۍ مرکزي لیسه او د دغي ولسوالۍ اړوند فلول سیمه کې یو باب متوسطه ښونځی هم له تیرو څلورو میاشتو راهیسي د زده کونکو په مخ تړلي او قرارګاوي یې په کې جوړي کړي دي». (پای).

د یادونې وړ ده چې د ژمي موسم څخه په استفادې بهرنیو او افغان ځواکونو بمبارۍ او شپني عملیات زیات کړي، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله زیاته اوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د