افغانستان

جمعیت اسلامي: د عطامحمد نور ګوښه کول به د «سختې سیاسي ګډوډۍ» پیل وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وروسته له هغه چې د عطامحمد نور د ګوښه کېدو په اړه «اوازې» رسنیزې شوې دي په اړه يې ډول ډول غبرګونونه را پارېدلي دي.

جمعیت اسلامي د خپل دې غړي د ګوښه کېدو اړوند ګواښ کړی چې که دا اوازې رښتیا شي نو سخت سیاسي ناندریز حالت به رامنځته شي.

د دې ګوند مرستیال احمدضیا مسعود ولسمشر غني د حفیظ الله امین پر لار روان بللی او ويلي يې دي، هغه هم د واک ساتنې لپاره زرګونه خلک له مخې لرې کول او ولسمشر هم ورته کانې کوي.

د مسعود په خبره «ملي وحدت حکومت» د سیاسي اشخاصو په حذف کولو سره غواړي یوازې څو محدود کسان واک کې پاتې شي او د حکومت «ملي کېدل» تر سوال لاندې راولي.

د هغه په خبره خبر شوی چې ولسمشر د یو مکتوب پر اساس غواړي عطامحمد نور د بلخ له ولایته ګوښ کړي، خو په وینا يې دا به «لویه سیاسي ګډوډي» رامنځته کړي.

عطامحمد نور چې تر لسیزې ډېر وخت په بلخ کې واکمن پاتې شوی، مسعود يې د دې حکومت په جوړولو کې رول مهم ګڼلی دی.

په وینا يې نور د دې حکومت لپاره هڅې کړي، خو ضمناً يې یادونه کړې چې دا حکومت د خلکو د رایو پر اساس نه دی رامنځته شوی.

ولسمشر غني د واک له پیله څو ځلې د عطامحمد نور د ګوښه کولو ګواښ کړی، خو وروسته يې سړه سا اخیستې.

لا هم نه ده څرګنده چې د نور ګوښه کول که به د ګډ حکومت په وس پوره شي کنه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x