افغانستان

غزني: اندړو کې پولیس د امکاناتو له نیستي سر ټکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): غزني کې د اندړو ولسوالۍ اړوند پولیس وايي، حتی د خوراک لپاره مناسب خواړه نه لري.

ازادي راډيو د دې پولیسو په حواله وايي، چې د دوی په نوم نږدې ټول امتیازات يې قومندانان جېبونو ته اچوي.

پولیس وايي، د ژمي په رارسېدو، د ځان پاکولو او پوښاک لپاره ځانګړي امکانات چې د پولیسو حق دی، ټولو پوستو ته باید ورکړل شي خو دوی ترې بې برخې دي.

دوی د ژمي په رارسېدو وارخطايي ښيي او وايي، چې لا يې هم له موسم سره برابر پوښاک نه دی تر لاسه کړی.

سرچینه د پولیس له خولې وايي چې دوی ته هیڅ اعاشه نه ده ورکړل شوې.

د غزني امنیتي مسوولین بیا د پولیسو دا شکایتونه ناسم بولي او وايي څه چې د دوی حق دی ورکړل شوی دی.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان وايي، دوی اندړو ته پلاوی لېږلی او هلته يې د امنیتي ځواکونو ټولې اړتیاوې اورېدلې او پوره کړې دي.

تر دې وړاندې د بدخشان پولیسو هم د ژمنیو توکو نه رسېدو له امله شکایت وکړ، د نورستان او په کونړ کې د سرکاڼو پولیسو هم ورته شکایتونه درلودل، چې ځايي چارواکو يې د پوره کولو ژمنې وکړې.

د شنونکو په باور امنیتي ځواکونو ته نه پاملرنه د هغوی روحیه ځپي چې حتی مخالف ته يې وسلې اېښودولو ته هم اړ باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x