نړۍ

پاکستان: پر حامد میر له حملې وروسته، رسنۍ وېشل شوې دي

نن ټکی اسیا: تېره اوونۍ، د اپرېل پر ۱۹مه نېټه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جیو نیوز خبري ایجنسۍ ژورنالیست او مشهور خبریال حامد میر داسې مهال په نښه شو، چې له هوايي ډګره د جیو خبري شبکې دفتر ته پر لار و. ښاغلی مير له حملې ژوندی ووت، خو د دوو ورځو لپاره بې هوشه وو.
حامد میر له حملې مخکې خپلې کورنۍ، همکارانو او ملګرو ته په ډاګه کړې وه، چې که یې ژوند ته کوم ګواښ پېښ شو، نو پړه به یې د پاکستاني پوځ او څارګرې ادارې «آي ايس آي» پر غاړه وي. له حملې وروسته جیو ټلویزیوني چېنل چې پاکستان کې تر ټولو ډېر کتونکي لري، د دې هېواد د څارګرې ادارې د مشر، جنرال ظهیر الاسلام انځور پر خپلې پردې خپور کړ او ورسره یې د حامد میر مخکینۍ یادونه خپروله. د ښاغلي میر دا یادونه هغه مهال لاپسې جدي وګڼل شوه، چې ورور یې، عامر میر دا خبره له رسنیو سره شریکه کړه.
رسنۍ د پوځ اوملکي ادارې پر دوو لارو
له دې پېښې سره سم، پاکستان کې جیو ټلویزیون پر څارګرې ادارې او پوځ د حامد میر تورونه تکرار خپرول. پوځ پلوو ټلویزیوني چېنلونو، ورځپاڼو او د څارګرې ادارې لېوالو خبریالانو او شنونکو بیا د حامد میر پر تورونو نيوکې پیل کړې. دوی جیو چېنل او همکاران یې د هندوستان پر پلوۍ تورن کړل او د دوی د محاکمې غوښتنه یې وکړه. د دفاع وزیر، خواجه آصف رسماً د جیو ټلویزیون د بندېدو غوښتنه وکړه. جیو ټلویزیون هم د دغو کړنو په غبرګون کې خپلې خپرونې پر مخ وړي.
په پاکستان کې جنګ ګروپ (جنګ اردو ورځپاڼه، نیوز انګلسي ورځپاڼه او جیو ټلویزیون) د ملکي ادارې، ولسواکۍ او لیبرالیزم پلوي ګڼل کېږي. د دې پرخلاف بیا سما، آې آر وای او نورو چېنلونو باندې تور لګېږي چې د پوځ له خوا یې ملاتړ کېږي او د پوځ او استخباراتو په ګټه تبلیغات کوي. د یادونې وړ ده، چې په پاکستان په تاریخ کې ډېری وخت ملکی حکومتونه د پوځي کودتاوو ښکار شوي دي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x