افغانستان

کابل: ناټو، پاکستان او افغان چارواکو پر راکیټي حملو هم بحث کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): کابل کې د ناټو، پاکستاني او افغان پوځي چارواکو تر منځ ناسته کې د پاکستان له لوري پر راکټ توغونې هم بحث شوی دی.

دغه غونډه چې د دفاع وزارت په وینا هرو دریو میاشتو کې به جوړېږي، تېره ورځ کابل کې وشوه.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ويلي، په ناسته کې پر دې هم بحث وشو، چې پاکستان باید پر افغان خاوره د راکټونو توغول ودروي.

د هغه په خبره پاکستاني اړخ ته يې ټينګار کړی «په هر ډول چې ممکنه وي، باید ډزې بندې شي.»

نږدې دوه اوونۍ وړاندې پاکستان ته افغان چارواکو هم پوځي پلاوی لېږلی و، چې دفاع وزارت يې موضوع همدا راکټي بريدونه ښوودلي و.

د دې ډلې د تګ پر مهال دولت وزیري ويلي و، له دې ناستې وروسته به هیڅکله پاکستاني اړخ راکټ توغو ته زړه ونه کړي؛ خو له دې ناستې څو ورځې وروسته بیا هم راکټي بریدونه وشول چې ځاني تلفات يې نه درلودل.

پاکستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم پر ختيځو ولایتونو کله ناکله راکټ توغول، خو د ګډ حکومت له پیل سره د پاکستاني اړخ له لوري دا بریدونه ډېر شوي دي.

که څه هم افغان حکومت له پاکستان سره په ډېورنډ کرښه سرحدي ځواکونه هم لري، خو د هغوی ځايي چارواکي وايي لوړ پوړي مسوولین ورته د ورته ګام اخیستو اجازه نه ورکوي.

پاکستان دعوه کوي چې په افغان خاوره کې پاکستاني طالبان پټنځايونه لري او خپل مخالفین په نښه کوي، خو افغان چارواکي بیا دا د ډېورنډ رسمي کولو لپاره یو فشار بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x