زاخېلوال: د سولې لپاره باید «بښنه» اعلان شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶لېندۍ، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي د افغان سولې لپاره باید بښنه اعلان شي او مخالفین حکومت کې شریک کړل شي.

زاخېلوال له امریکا غږ ډېوه راډيو سره خبرو کې وویل، د دې لپاره چې یوه جوړجاړي ته ورسېږو باید افغان حکومت بښنه اعلان کړي او طالبان په واک کې ور شریک کړي.

په وینا يې دا ستونزه د جګړې په وسیله نه حل کېږي، بلکې د دواړو لوریو تر منځ باید خبرې اترې وشي.

نوموړي د نورو افغان چارواکو په څېر پر پاکستان هم غږ وکړ چې د افغان سولې لپاره باید همکاري ونه سپموي.

افغان سفیر په داسې حال کې پورته څرګندونې کړې، چې تېره اوونۍ افغان حکومت هم پر طالبانو غږ وکړ، چې بې له شرط نه؛ سولې ته تیار دي او کولی شي په کابل کې هم دفتر خلاص کړي.

په ورته وخت کې له اجراییه ریاست نه په قطر کې د طالبانو د دفتر اړوند داسې معلومات خپره شول چې د دفتر د تړل کېدو هڅې پکې ښکارېدې.

که څه هم زاخېلوال د «بښنې اعلان» د طالبانو لپاره د حکومت یو سم ګام بولي، خو طالبان بیا خپله مبارزه «الهی فریضه» بولي او پخپلو اعلامیو کې يې پرلپسې د بهرنیانو تر وتلو پر جګړې ټينګار کړی دی.

افغان چارواکي په داسې حال کې د سولې اړوند خپلې ځينې څرګندونې رسنیزې کوي، چې څو ورځې وړاندې د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز له لوري په شوې سروې کې ۷۶ سلنه خلک پر دې باور و، چې حکومت د سولې لپاره رښتینی او واحد دریځ نه لري.

د شنونکو په باور له دولتي اړخه د سولې اړوند څرګندونې یوازې «نمایشي» رنګ لري.

سیاسي شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن له یو شخصي تلویزون سره خبرو کې په کابل کې د طالبانو د دفتر د پرانیستې اړوند وویل، دوی چې یو څوک له قلم سره نشي زغملی، وسله وال طالب به په پلازمېنه کابل کې هیڅکله تحمل نه کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر ابودجانه افغان
میلمه

رښتیا بعضی چی د جهل یا د ډالرو پواسطه امریکا دوکا کړیدی د امریکا د کفر لپاره حدمت کوی، د قیامت او محشر په ورځ به الله ته څه جواب ورکوی؟ چی د چا په حدمت کی د څه شی لپاره وژل شوی یم؟ که چا کی زره ایمان هم وی له اوسنیو حالاتو څحه د عبرت واخلی د خپل کردار په اړه دی تجدید نظر وکړی کنه بیا به د قیامت په ورځ لاسونه مروړی خو څه به په لاس نه ورځی له اوسنیو دجالی فتنو ځانونه خپل اهل عیال او ټول اسلامی امت وساتی. باید نور له خپل… نور لوستل »