هلمند: طالبانو لښکرګاه کې پر امنیتي ځواکونو بريد کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه مرکز لښکرګاه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په وینا يې په شا تمبول شوي.

هلمند کې یوې امنیتي سرچینې د وژل شویو عسکرو شمېر یوولس ښوودلی، خو امنیه قومندان بیا یوازې د دوو پولیسو او ۱۵ طالبانو د وژلو دعوه کړې.

امنیه قومندان غفار ساپي بې بې سې ته ویلي، طالبانو د لښکرګاه اړوند قلعه سنګ او صافیانو سیمو کې چې د ښار اتمې او اوومې حوزې پورې اړوند دي برید وکړ، چې په شا وتمبول شو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د برید تایید کړی، خو د تلفاتو په اړه يې رسنیو ته بې خبرې ښوودلې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د برید پخلی کړی او پکې يې د ۱۶ عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.

هلمند یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې ډېری سیمې يې د طالبانو په لاس کې دي او حتی د ولایت پر مرکز هم بریدونه کولی شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د