افغانستان

هرات: دولتي ادارې د برېښنا شرکت میلیونونه افغانۍ پوروړې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په هرات کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي، په دې ولایت کې ګڼې دولتي ادارې، صنعتي ښارګوټي او ځينې اوسېدونکي د حساب د نه ورکړې له امله ميلیونونه افغانۍ پوروړي دي.

په هرات کې د برېښنا شرکت مشر وحید کامراني وايي، ټولټال يې شاوخوا ۱،۷ میلیارده افغانۍ پور باندې دی.

کامراني وايي په دې پور کې د دولتي ادارو ونډه ډېره ده، د هغه په وینا دولتي ادارې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ، صنعتي ښارګوټي ۷۵ میلیونه افغانۍ او نور ښاریان ۳۲۰ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

کامراني زیاتوي دوی له کلونو راهیسې د برېښنا حساب نه دی ورکړی، چې د دوی اداره يې هم له ستونزو سره مخ کړې ده.

د هرات ځايي چارواکو هم د کامراني څرګندونې تایید کړې، د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي دوی به د ولایت په اداري جلسه کې دا موضوع یاده کړې او په وینا يې باید دا حسابونه تصفیه شي.

د هرات د ولایتي شورا غړو هم د حساب نه ورکول ناقانونه کار ګڼلی، د دې شورا مرستیال توریالي طاهري پژواک خبري اژانس ته ويلي، د حساب نه ورکړه د هرې ادارې د مشر پر بې کفایتۍ دلالت کوي.

په هرات کې د برېښنا شرکت مسوولین په داسې حال کې دولتي ادارې د برېښنا د حساب په نه ورکړه ملامتوي، چې تېره اوونۍ د برېښنا شرکت اړوند هم د فساد راپورنه خپاره شول.

میک؛ یا هم د اداري فساد پر وړاندې د څارنې ګډې او خپلواکې ادارې پخپل راپور کې ویلي و، د برېښنا برخه کې نږدې درې میلیارده ډالر ورک شوي دي.

د دوی په خبره د برېښنا شرکت له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یوازې د ۱۸۳ میلیونه ډالرو حساب له ځان سره لري او له نورې مرستې بېخې بې خبري ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x