افغانستان

شمال کې سېلابونو ۸۰ کسان مړه کړي، سلګونو ورک دي

نن ټکی اسيا: د هيواد په شمال او شمال لوديځو ولايتونو، فارياب، جوزجان، سرپل او بادغيس کې له څو ورځو پرله پسې بارانونو اتيا کسان وژلي، سلګونو ورک دي او زرګونو کورونه اوبو وړي دي.

 د دغو ولايتونو اوسيدونکي وايي، چې چارواکو د سيلاب د مخنوي په موخه هيڅ تياری نه و کړي او نه خلکو خبرداری ورکړی و، چې له سيمې خوندي ځايونو ته ووځي.

دغه خلک وايي، چې په دغو يادو ولايتونو کې اتيا کسان مړه شوي، سلګونو ورک دي او زرګونو کورونه زيانمن شوي دي.

د جوزجان مرسيتال والي عبدالرحمن محمدي وايي، چې دغه ولايت کې سيلابونو شاوخوا پنځوس کسان مړه کړي او اتيا نور ورک دي.
دسرپل چارواکي وايي، چې دغه ولايت کې شپږ کسان مړه شوي.

د فارياب ولايت مسؤولين وايي، چې دغه ولايت کې دېرش او بادغيس کې شپږ کسان وژل شوي دي.

 

د جوزجان ولايت چارواکي وايي، چې د پنځلسو کوچيانو او پنځو ښځو په ګډون د۲۶ کسانو مړي پيدا شوي دي.

د جوزجان مرستيال والي، عبدالرحمن محمدي زياتوي، چې دغه ولايت کې شاوخوا پنځه زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

چارواکي وايي، چې د پرله پسې بارانونو له امله د خلکو مرسته کې ستونزې راولاړيږي، ولې د ټولو چيلنجونو سربېره بيا هم ملي اردو، سره صليب او يو شمېر نورو ټولنو مرستندويه کارونه پیل کړي او تر اوسه يې سلګونه کورنۍ خوندي ځايونو ته نقل کړي دي.

چارواکي زياتوي، چې تېرو ديرشو کالو کې دا تر ټولو بې ساري سیلابونه دي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x