attack on pak army
ارشیف

کوټه کې پر يوه کليسا وسله وال بريد شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان بلوچستان ايالت په کوټه ښار کې پر يوه کليسا بريد شوی، چارواکي وايي اوس هم  د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ ډزې روانې دي.

حمله د کوټې ښار  امداد چوک ته څېرمه پر زرغون سړک په پرتې کليسا شوې.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بوګټي وايي، څلور تنو وسله والو بريد وکړ، چې تر دې دمه يې دوه تنه وژل شوي او له دوو نورو سره ځواکونه په جګړه بوخت دي.

نوموړی وايي، د کليسا د انګړ په دوه برخو کې عمليات پای ته رسېدلي او په دوو نورو کې عمليات روان دي.

ځايي پوليس وايي، يوه بريد کوونکي د کليسا په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې او نورو بيا جګړه پيل کړه.

امنيتي مسئولين وايي، د بريد پر مهال ډیر کسان په کليسا کې په عبادت بوخت و، چې يو شمير پکې بند پاتې دي، خو د ژغورنې عمليات دوام لري.

تر اوسه پورې په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې دقيقه شمېره نه ده په ډاګه شوې، خو ځينو رسنيو ويلي په بريد کې څلور کسان وژل شوي او نږدې شل تنه نور ټپيان دي.

تر دې وړاندې په بلوچستان کې په شيعه ګانو او پاکستاني ځواکونو وسله وال بريدونه شوي. چې د ځينو بريدونو پړې يې د تحريک طالبان پاکستان او داعش وسله والو په غاړه اخيستي دي.

خو دا لومړی ځل دی، چې په کوټه کې يوه کليسا د وسله والو د بريد هدف ګرځي.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د