د ګوانتنامو بندیانو په لاس د کښل شويو رسمونو نندارتون – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکا په نیویارک ښار کې د پریزیډنټ په نامه نندارتون کې د ګوانتنامو بندیانو په لاس جوړ شوي رسمونه نندارې ته وړاندي شوي دي.

دغه رسمونه چې شمیر یې په لسګونو دی، د اتو بندیانو په لاس رسم شوي، چې د هغو څخه یې څلور خوشي شوي او څلور یې اوس هم په بندي خانه کې دي.

د نندارتون جوړونکو ویلي چې بندیانو اکثره سمندر رسم کړی ، که څه هم دوی د خپل بند په ټوله موده کې یو ځل سمندر لیدلی، خو کیدای شي ددې سمندرونو تر شا چې ددوی قریبان او دوستان دي، د هغوی له یاده ورته سمندر مهم وي.

ددوی د رسمونو لپاره یوه وېب پاڼه هم جوړه شوي چیري چې د نندارتون په اړه معلومات او ادرس ورکول شوی او همداسي د راتلونکو نندارتونونو ادرس او وخت له همدې ځایه معلومیږي:

ادرس دی:

https://www.artfromguantanamo.com/

یو څو رسمونه:

تبصرې (1)

  • الله دی پر دی مظلومانو ورحمیژی او ای الله ته امریکا تباه کړی ته د امریکا تباهی په مونړ ولیدل کی.