اسلامي آداب

blog-2په اسلام کښې ډیر زیات آداب او ښه خویونه شته ، چې دژوند له هرې خواسره تړلي ، له واړه،غټ،نر،اوښځې سره تړاو لري ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ویلي چې:”ألنِّساءُ شَقَائِقُ الرِّجالِ “.یعنې:”ښځې د سړیوبرخه دي “.  له همدې امله له ښځونه هم دهغو آدابو غوښتنه کیږي چې له سړیونه وي . ځکه چې ټولنه له دوی دواړو نه جوړه ده ، اواسلام دواړه مخاطب ګڼي.

داهغه آداب دي چې اسلام یې د أدا کولوټینګار کړی ، څوددې له برکته دیوه مسلمان شخصیت کمال ته ورسيږي ، اوپه ټولنه کښې مینه او یووالی وزیږوي.

دا آداب دشریعت روح اومقاصد دي، دا چې دلته یې د آدابو په نوم لیکو دا مطلب نه لري چې دا د ژوند له هغو کارونو نه دي چې کول او نه کول یې برابر وي .

امام قرافي (رحمة الله علیه ) په خپل کتاب “الفروق” کښې دادب اوعمل ترمنځ دنسبت دبیان پرمهال – په ادب باندې دعمل فوقیت داسې بیان کړی : :”پوه شه چې لږ ادب له ډیرعمل نه ښه دی “.

که په دې کښې کوم ادب درته ساده یا عام وبریښي نو تنبیه پرې دتعجب وړ مه ګڼئ. ځکه چې په مونږ کښې ډیر خلک یې رعایت نه کوي ، چې له امله یې بیا په ټولنه کښې دیوه مسلمان څیره کرغیړنه بریښی ، حال دا چې له مسلمان نه غوښتنه داده چې بایده تل دخپل جمال کمال اونوروښایسته صفتونو له امله ، په خلکو کښې ځانګړی وبریښي.

درسول الله( صلی الله علیه وسلم ) له دې وینا نه همدا رامعلومیږي،چې صحابه کرامو( رضي الله عنهم ) ته یې ویلي وو:   “إنّکم قَاِدمونَ علی اِخوانکم ، فَأَحسِنُوا لِباسَکم، وأصلحوا رِحالَکم،   حتی تکونوا کَأَنَّکم شامَّة في النَّاسِ . فإنّ اللهَ لایحبُّ الفُحشَ والتفَحُّش”.   “تاسو اوس خپلو ورونو ته ورځی ، ښکلې جامې مو واغوندئ ،

( د اسونو )  زینونه مو سم کړئ ، څوپه خلكو کښې (ښایسته)    ځانګړي ښکاره شئ . ځکه چې الله ( جلَّ جلاله ) بدې خبرې او بې  حیائي نه خوښوي ”   (رواه ابوداؤد والحاکم فی المستدرک عن سهل بن حنظلة )

نوبایده چې دیوه مسلمان په حیث هرکس موپه ښو کالیو،پاک حالت،اوغوره شکل ټولنې ته ځان وړاندې کړي. الله  جلّ جلاله دې زمونږلارښودشي.

۱-ادب:چې کله کورته ننووځی ، یا را اوځی نو په زوره دروازه مه پورې کوئ ، او مه یې په داسې حال پرېږدئ چې په خپله په زوره پورې شي ، ځکه چې دا کار دمزاج دنرمۍ خلاف ده ، او اسلام دنرمۍ لارښوونه کوي.بايده چې په ډیره نرمۍ سره یې بنده کړئ .

هغه دې ام المؤمنین حضرت عائشې صدیقې رضي الله عنهاخبره به مو اورېدلې وي چې رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) ویلي :

“إن الرِّفقَ لا یکون في شيءٍ إلا زَانَه ولایُنزَعً من شيءٍ إلا شَانَه.”  ( رواه مسلم ) “نرمي چې په کوم شي کې وي ښایسته کوي یې،اوله کوم شي نه چې او ووځي نوبد رنګه کوي یې.”         (مسلم)

۲-ادب:چې کله کورته ننووځې ،یا را او اوځې – نو دکورنۍ په خلکو( نارینه وي او که ښځې ) سلام اچوئ ، یعنې السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته وایئ.همدا اسلامي اصطلاح کاروئ ، د(هیلو، ګډمارننګ)او داسې نورو ټکو په استعمال سره دا اسلامي اصطلاح مه پرېږدئ .

درسول الله صلی الله علیه وسلم خادم حضرت أنس رضي الله عنه وایي: ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم اوویل :

“یا بُنَيَّ إذا دخلتَ علی أهلک فسلِّم ، یکون برکةً علیکَ وعلی أهلکَ “.(رواه مسلم)   “بچیه!چې کورته ننووځې نو د کورنۍ په خلکو سلام اچوه ،  دابه ستا اوستا دکورنۍ دخلکو لپاره برکت وي “.  ( مسلم )  

حضرت قتادة  رحمة الله عليه ( چې یو ستر تابعي دی) وايي :  “إذا دخلتَ علی أهلکَ فسلِّم ، فهو أحقُّ من سلَّمتَ علیه .”  چې کله کورته ننووځې نو دکورنۍ په خلکو دې سلام کوه،ځکه چې هغوی  ستا دسلام ډېرحقدار دي “.

او حضرت ابوهریرة رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوویل:

“اِذا انتهی أحدکم إلی مجلسٍ فلِیسلم ، ثم اذا قام فلیسلِّم،فلیست الأولی بأحقٍّ  من الأُخری “.  (رواه الترمذي )  “چې کله مجلس ته ورسېږى –  نوسلام کوئ ، بیاچې له مجلس نه روانېږی  نوسلام کوئ ، ځکه چې وړمبی سلام له دوهم نه غوره نه دی”.

۳-ادب:له راتللو نه مخکښې کورنۍ ته دخپل راتګ په هکله خبر ورکوئ ، داسې نه چې هغوی ستا په یودم راتللو سره وه اووېرېږي ، یادا ګومان وکړي چې ،تاسو پرې بدګومانه یاست.

حضرت عامربن عبدالله بن مسعود رضي الله عنهما وایي چې : ” زما پلارحضرت عبدالله بن مسعود به کورته له ننوتلو نه مخکې کورنۍ خبروله ، په لوړ غږ به یې کومه خبره وکړه څو کورنۍ خبره شي”.

امام احمد بن حنبل رحمة الله علیه وایي چې : چې څوک کور ته ننووځي نو بایده چې له مخکښې نه وټوخېږي ، یا خپل بوټونه وترپوي .          دامام احمد رحمة الله علیه ځوی عبدالله رحمة الله علیه وایي چې : زما پلار به کله له مسجد نه کورته راتللو نو کور ته له ننوتلو نه مخکښې به یې پښې په ځمکه اووهلې ، ددې لپاره چې له ننوتلو نه مخکښې یې د پڼو غږ کورته راشي ، کله به یې بیا ټوخل څو د کور خلک په خپل راتګ خبر کړي .      

همداوجه ده چې په بخاري اومسلم کې له حضرت جابر رضي الله عنه  نه دا روایت نقل شوى چې :  “رسو ل الله صلی الله علیه وسلم  داکار منع کړی چې یو کس دې له سفر نه د راتللو پرمهال بېدون له مخکې خبر نه کور ته ننووځي ، څوپه دې ډول دهغوی خیانت یا کمزوري معلومه کړي”.          ۴-ادب: د کورنۍ کوم کس مو که په بېله کوټه کښې اوسېږي ، کوټې ته یې د ورتللو پر مهال له مخکې نه اجازه اخلئ ، داسې نه چې یود م ورشی ، اوپه یو ناسم حال یې او وینی . که څه هم هغه ستاسو محرم وي ، لکه مور لورګانې اوځامن .

له حضرت عطاء بن یسار رضي الله عنه نه روایت دی چې : “یوکس له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: زه مې له مور نه هم اجازه اخلم ؟! هغه ورته اوویل:هو.هغه کس اوویل:زه خو له هغې سره په کور کښې اوسېږم ! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته اوویل: اجاره ترې اخله بیا ورننووزه ، دا دې خوښېږي چې خپله مور لوڅه او وینې؟”. ( رواه في الموطامرسلا )

….نور بيا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.