افغانستان

د ولسمشريزو ټاکنو پايلې نن اعلانيږي

نن ټکی اسيا: د هيواد د ټاکنو د خپلواک کميسون مسؤولين وايي، چې د ټاکنو پايلې خپريدو ته چمتو دي او نن د شنبې په ورځ به خپرې شي.
د ټاکنو د کميسون وياند نور محمد نور وايي، چې د ټاکنو د پايلو خپرولو ته چمتو والی لري او تخنيکي کارکوونکي د هر ولايت د رايو جلا راپور تياروي.
نور پرون د جمعې په ورځ کابل کې خبريالانو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې تر اوسه د ۱۷ سوو محلونو د رايو د پلټنو چارې روانې دي او د ۷۶۹ محلونو رايې د بيا شمېرلو کار بشپړ شوی دی.
د ټاکنو د کميسون وياند زياته کړه، چې د هيواد له ټولو ولايتونو څخه د رايو پايلې کابل ته رارسيدلي او سستم ته داخلې شوي دي.
د يو سوال په ځواب کې، چې ټاکنې به دوهم پړاو ته لاړې شي کنه؟
نور و ويل، چې دا لا نده جوته چې ټاکنې به دوهم پړاو ته لاړې شي کنه، ولې دوی د دوهم پړاو لپاره بشپړ تيار لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x