افغانستان

کونړ شيګل کې بې پيلوټه الوتکه راپريوتې

نن ټکی اسيا: د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت شيګل ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې يوه څارګره طياره راپريوتې. 

ويل کيږي، چې نوموړې طياره د تخنيکي ستونزو له کبله نسکوره شوې ده.
د کونړ د امنيه قومندانۍ وياند فريدالله وايي، چې له رانسکوريدو وروسته د سيمې خلکو د طيارې پاتې شوني د کباړه په موخه يوړل.

بل پلو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د شيګل ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې د دوی نطامي ملګرو يوه جيټ طياره راغورځولې او ټوله سپارلۍ يې پکې وژل شوي دي.
ایساف تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x