افغانستان

ترکیه کې د افغان پنا غوښتونکو احتجاج او د چارواکو بې خبري

نن ټکی آسیا: ګڼ شمېر افغان پنا غوښتونکو د ترکیې په پلازمېنه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ په خلاف احتجاج وکړ او غوښتنه یې کوله، چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.

دا افغان پنا غوښتونکي د ترکیې له مختلفو ښارونو څخه را غونډ شوي ول، ګواښ وکړ،چې که د دوی د منلو دوسیې تر غور لاندې ونه نېول شي او همداسې بې التفاته پاته شي، دوی به خپلو اعتراضونو او احتجاجونو ته ادامه ورکړي او ښایې د نه خوړلو اعتصاب ته هم اړ شي.

د اعتراض کوونکو په وینا، دوی له یوولسو ورځو راهیسې په دې اعتراض لاس پورې کړی او تر اوسه پورې ورسره د ترکیې د ۲۲ ښارونو څخه شاوخوا ۲۰۰ افغان ورسره مله شوي.
د غونډې یوه برخه وویل،چې په ترکیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کشمینرۍ له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغان کډوالو د دوسیو څېړل په ټپه درولي او ورسره جوخت یې ترکیې ته د نویو راتلونکو افغانانو د ثبت نام پروسه هم بنده کړې.
نوموړی زیاتوي، چې د ترکیې د قانون له مخې افغان پناه غوښتونکي د کار کولو حق نلري.ځکه نو دوی له سختو او جدي ستونزو سره لاس او ګريوان دي او د دوی له منځه ډېری یې دا مهال د ناوړه حالت او روغتیایي ستونزو له کبله په روغتونونو کې پراته دي.
د اعتراض کوونکو ګډه غوښتنه دا ده ، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمیشنرۍ، چې د افغان پنا غوښتونکو له دوسیو نه یې ټوله توجه د ترکیې د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا سوریې کډوالو ته اړولې، باید د دوی موضوع جدي ونیسي او د دوی ناڅرګند برخلیک ورته وټاکي.
بل پلو، د افغانستان د بهرنیو چارو او د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارتونو ویلي، چې دوی په ترکیه کې د خپلو پنا غوښتونکو کډوالو له له احتجاجونو ناخبره دي.
د دغه وزارت د ویاند شکیب مستغني په خبره،دوی ته یوازې د رسنیو له لارې په ترکیه کې د پنا غوښتونکو افغانانو د اعتراضونو خبرونه رسېدلي.
همدارنګه د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویاند هم په ترکیه کې د افغان پنا غوښتونکو له یوولسو  ورځو راهیسې د پيل کړي احتجاج څخه ناخبرۍ ښودلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x