کندهار کې پر بهرنیو عسکرو سرتېری برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کندهار کې پر بهرنیو عسکرو سرتېری برید شوی، چې ګڼو بهرنیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، برید د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د «شور اندام» اړوند سیمه کې د یو سرف ډوله موټر پر مټ شوی دی.

تر اوسه نه بهرنیو ځواکونو او نه طالب ویاندویانو د ننني برید په اړه څه ویلي دي.

نږدې یوه میاشت وړاندې هم د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې پر بهرنیو عسکرو سرتېری برید شوی وو، چې ګڼ بهرني عسکر یې وژلي وو.

د پېښې نور جزییات به وروسته پر لیکه شي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د