
نی: د ملي یووالي حکومت چارواکي له خبریالانو سره غیر انساني چلند کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره«نی» وايي، په روانه میاشت کې د حکومتي ادارو له خوا له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پنځه پېښې یې ثبت کړي، چې له خبریالانو سره یې غیر انساني چلند پکې شوی دی.
د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر نن په کابل کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت د ارزولو په اړه یوې خبرې غونډې ته وویل، یو شمېر حکومتي ادارې نه یوازې له خبریالانو سره مسلکي چلند نه کوي؛ بلکې غیر انساني چلند ورسره هم کوي.
د خلوتګر په خبره، په روانه میاشت کې د حکومتي ادارو له خوا د خبریالانو د ازادۍ سلبولو پنځه پېښې یې ثبت کړي دي.
ده وویل، په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو ازادي سلب شوې، بندیان شوي، ځورول شوي او سپکې سپورې هم ورته ویل شوي دي.
«په دې وروستیو کې د ځینو خبریالانو ازادي په ساعتونو ساعتونو سلب شوې، د امنیت په ریاستونو او یا هم د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون په کوټو کې اچول شوي او یا هم ورته د کار پر مهال سپکې سپورې ویل شوي دي.»
ښاغلي خلوتګر د خورشید ټلویزون د خبریال امید دولت زي هغه پېښې ته په اشارې وویل، چې د یوه راپور د جوړولو لپاره د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون ته د یوې مرکې لپاره ورغلی و؛ خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سرپرستې وسیمې بادغیسي له خوا دوه ساعته بندي شوی و او ګواښ یې ورته کړی و، چې په دغه کمېسیون کې د شته اداري فساد په اړه باید راپور خپور نه کړي.
تېره ورځ د لوړو زده کړو وزارت کې د یوې غونډې پر مهال د ولسمشر غني د مېرمنې رولا غني ساتونکو«پي پي ایس» یو شمېر خبریالانو ته سپکاوی کړی و او له غونډې یې په زور ایستلي وو.
نی: د خصوصي رسنیو خبریالان ځاني خوندیتوب نه لري
درې میاشتې وړاندې یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي وو، چې د حامد کرزي د ۱۳ کلنې دورې په پرتله د ملي یووالي په حکومت په درې کلنه موده کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۲۰ پېښې ثبت شوي، چې د کرزي په ۱۳ کلنه موده کې دغه شمېره ۶۱۰ وه.
په ګډحکومت کې د ژورنالیستانو پر وړاندي تاوتریخوالی زیات شوی دی
له ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې«نی» د معلوماتو له مخې، د ملي یووالي د حکومت په راتګ ۲زره خبریالانو د تاوتریخوالي له امله خپلې دندې پرېښې دي.