افغانستان

د مومند خپرندويې ټولنې مشر نصیر مومند ومړ

نن ټکی آسیا: په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد او کتاب رښتینی خدمتګار نصیر مومند، چې له اوږدې مودې راهیسې له رنځه کړېده، نن ساه ورکړه او له دې فاني نړۍ سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه.

ارواښاد نصیر مومند ، چې له څه باندې يوې لسیزې راهیسې يې په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې له لارې د ګڼو لیکوالو، شاعرانو او ژباړونکو ناچاپو اثارو او کتابونو ته د چاپ زمېنه مساعده کړې وه، همدارنګه یې د زیات شمېر قلموال ، لیکوال، ژباړونکي او شاعران د قلم کار ته هڅول.
د ارواښاد مومند د ویر پر ټغر یوازې د هغه کورنۍ نه ،بلکي د هېواد په ګوټ- ګوټ کې ټول فرهنګیان او د کتاب مینان ناست  دي او په غم یې شریک دي.
د نن ټکي آسیا ویب پاڼې اداره، د خپلو ټولو همکارانو او مینه والو په استازیتوب د ارواښاد نصیر مومند مړینه یوه ستره ضایعه  او د هغه په ویر ځان شریک بولي.

د الله تعالی له ستر درباره اروښاد ته د کړیو خدمتونو اجر او جنت الفردوس او پاته شونو ته د زړه صبر او غوره نعم البدل غواړو.
انا لله و انا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x