fbpx

کرېکټ: افغان نولس کلنه لوبډله نړیوال جام لپاره نیوزيلنډ ته لاړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نولس کلنه ملي لوبډله د ۲۰۱۸ کرېکټ نړیوال جام لپاره د یکشنبې په ورځ نیوزیلنډ ته روانه شوه.
د ۱۹ کلنو جام یادو سیالیو کې به ۱۶ لوبډلې شرکت کوي، چې په څلور ګروپونو ویشل شوي دي، او افغان ۱۹ کلنه لوبډله به له سریلنکا، پاکستان او آیرلینډ سره په D ګروپ کې سیالۍ ترسره کوي، چې اوله لوبه به له سیال پاکستان سره لري.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې تیره میاشت پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې ته په ستره ماتې ورکولو سره د آسیایي جام سیالۍ اتله شوه.
د کرېکټ بورډ چارواکي وایي چې افغان لوبډله د چمتو والي په موخه یو ښه تمرین او روزنې ورکولو نه وروسته نړیوال جام ته واستول شوه، او ټاکلی شوې چې په نیوزیلنډ کې به هم روزنه ترلاسه کړي.
د افغان کرېکټ لوبډلې تیرو سیالیو ته په کتلو سره ویلی شو چې یو ښه راتلونکی لري او په نړیوال جام کې به ښه وځلیږي.
د یادونې وړ ده چې د افغان ۱۹ کلنو ځوانانو لومړۍ سیالۍ به په ۱۳ جنوري د پاکستان په وړاندې ترسره شي.
تر دې دمه ددغو سیالیو اتل د ویسټ انډیز لوبډله ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د