د مبایل نقلي چارجر استعمالول خطرناکې پایلې لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ایپل کمپنۍ لپاره شاید د آیفون مبایل نقلي چارجر د قیمت له لحاظه ارزانه بدیل وي، خو دا چارجر د مبایل جوړ ساتلو ضمانت نه کوي، ممکن ددې استعمالول د انسان ژوند له سخت خطر سره مخ کړي.

په برتانیه کې د نقلي آیفون چارجرو په اړه له سختې تجربې وروسته معلومه شوه چې ۹۸ سلنه چارجرې یا سوځي او یا برقي وژونکی شاټ رامنځ ته کوي.

په دغو تجربو کې پر ۵۰ غیر اصلي چارجرو څو ځله تجربه وشوه چې هر یو یې په یو نه یو ځل دغه ستونزه لرله، دا د هغو کسانو لپاره د اندیښنې وړ ده څوک چې د انټرنیټ له لارې د چارجر غوښتنه کوي، چې ډیر یې اصلي نه وي، خو له بلې خوا په پاکستان، افغانستان او ځینورو هیوادونو کې خلک چارجرې له دواکانداره اخلي خو اکثر یې نقلي وي، چې ورته ستونزې لري.

په برتانیا کې د محصولاتو مصرفولو اداره وایي چې د نقلي آیفون چارجرو د ناکامو پایلو دا لومړی ځل نه دی، بلکې دوی همداسې د آیفون ۴۰۰ چارجرې نورې تجربه کړې، چي په پایله کې وموندل شوه ۹۹ سلنه چارجرې یې ناکامې شوي.

د یادې ادارې مدیر مارټین الین وايي: دا ډیر د انديښنې وړ ځای دی چې په برتانیه کې د آیفون چارجر له ۵۰ څخه یې ۴۹ ناکامه وي.

ده زیاته کړه چې دا د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره ډیر د خطر ځای دی څوک چې د انټرنیټ له لارې چارجر اخلي.

د اندیښنې وړ ځای دادی چې په دغو تجربو کې چې د آیفون نقلي چارجرو لپاره وشوې، ډیرې یې د سوځیدو او یا د بجلۍ سخت شاټ سره مخ شوي و.

د یادونې وړ ده چې ایپل کمپنۍ په دې وروستیو کې د آیفون X، آیفون 8 او آیفون 8 پلس لپاره چارجرې وړاندې کړې، چې پیرودونکی باید د اخیستلو پر وخت د اصلي او نقلي ترمنځ توپیر وکړي.

سرچینه: عربي۲۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د