
شهزاد محمدي په خپلو کړنو بخښنه وغوښته – ویډیو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ ملي لوبغاړی او چټک توپ وهونکی (اوپنر او وکټ کیپر) محمد شهزاد محمدي پخپلو تیرو کړنو له کرېکټ بورډ، لوبغاړو او د کرېکټ مینوالو نه بخښنه وغوښته.
شهزاد محمدي د روان ۲۰۱۷ کال په پېل کې منع شوي درملونه خوړلي و، چې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا پرې د لابراتواري معایناتو نه وروسته یو کال بندیز لګیدلی و.
خو څو ورځې وړاندې په نوموړي د نړیوالې شورا لخوا لګیدلی بندیز ختم شو، او شهزاد محمدي د پښیمانتیا او نورو ملګرو ته ددغه کار نه کولو په پلمه له خلکو بخښنه وغوښته، او غوښتنه یې وکړه چې هیڅ کوم لوبغاړی دې دداسې کار کولو کوښښ نه کوي.
د نړیوالې شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي و چې شهزاد محمدي کولی شي د راتلونکې ۲۰۱۸ کال د جنوری له میاشتې لوبو ته راستون شي.
نوموړي خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال ژمنه وکړه او ویې ویل: ” زه به هڅه وکړم، چې په راتلونکې کې هېڅ ډول داسې کار ونه کړم، چې د کرکټ د نړيوالې شورا د قوانينو او اصولو خلاف وي”.
د نوموړي په وینا یې په تیر یو کال کې زیات تمرینونه کړي چې له امله یې ۷ کیلو وزن کم کړی او چمتو دی چې لوبډلې ته راستون شي.