افغانستان

کابل کې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره ټول مرکزونه چمتو دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، کابل ښار کې د دې تذکرو د وېش مرکزونه له تخنیکي اړخه بشپړ تیار دي.

د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، د برېښنايي تذکرو وېش به هم له پلازمېنې کابله پیل او نورو ولایتونو ته به وغځېږي.

احمدزي د تذکرو د وېش په اړه ويلي، که ملي شورا د وګړو د ثبت په قانون کې د بدلون غوښتنه ونه کړه، نو راتلونکې اوونۍ به د تذکرو د وېش دقیقه نېټه په ګوته کړي.

نوموړي ازادۍ راډيو ته ويلي، که ملي شورا د وګړو د ثبت په قانون کې بدلون راوستل وغوښتل نو زموږ کارونه به هم ورسره بدلېږي.

د ګډ حکومت له پیل سره د برېښنايي تذکرو اړوند ناندرۍ ان تر لاریونونو ورسېدې.

د حکومت له لوري په تذکرو کې د دین حذف او د افغان پر ځان د ملیتونو نوم لیکل هغه څه و، چې د قومونو تر منځ يې د نفاق پر اور تېل وپاشل.

له دوه کاله پرلپسې ناندریو وروسته د روان کال د لړم میاشت کې ولسي جرګې د ولسمشر هغه فرمان تایید کړ، چې پکې يې د افغان او سلام کلیمو لیکلو امر کړی و.

ویل کېږي دې برېښنايي تذکرو کې به د افغان تر څنګ د ملیت نوم هم لیکل کېږي.

ګډ حکومت د شفافو ټاکنو لپاره د برېښنايي تذکرو وېش حتمي بللی و؛ خو تېره اوونۍ د ټاکنو خپلوا کمیسیون وویل دوی د تخنیکي تیاریو د نیستۍ له امله اړ دي، چې له کاغذي رای کارت او تذکرې ګټه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

د تذکرو د ویش په وړاندی لوی خڼ‌‌‌‌‌‌ډ د صفویانو تالی څټی جوړوی

الجاج استاذ بیانزی

د خپلواکو او بلواکو تر منځ یو توپیر هم دادی چه خپلواک ملی او اسلامی هویت لری او بلواک ( غلامان ) یی نه لری نو په اشغال شوی او مستعمره هیواد کی غلامانو ته د تذکرو ورکول د هیوادوالو او نړیوالو تیرویسنتل دی . هو که د افغان او مسلمان ټکی پکی نه وی ( کوم چه د هویت څرګندونه کوی ) سمه وه ، یعنی صرف د غلامانو د هویت پیژندنی یوه پیژند پانه وی هم سمه وه ، اشغالګرو هڅه لرله چه همداسی یو څه جوړ کړی نو ځکه یی ځینی غلامانو ته د افغان او اسلام… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x