افغانستان

ایساف:په سویل کې مو پنځه عسکر ووژل شول

نن ټکی آسیا: په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن په جنوب کې د دوی پنځه عسکر د چورلکې د لوېدلو په پېښه کې وژل شوي؛خو د ژوبلو کسانو او نورو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په خبرپاڼه کې راغلې، چې نن په جنوب کې د چورلکې د را پرېوتو له کبله د دوی ۵ عسکر ووژل شول.

خبرپاڼې د پخوا په څېر، د وژل شویو بهرنیو عسکرو هویت، د پېښي علت او کره ځای پټ ساتلی.

ویل کېږي،چې د ایساف اړوند یوه بله الوتکه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کونړ ولایت په شېګل ولسوالۍ کې را ولوېده او اور یې واخیست، چې ټوله سپرلۍ او عمله یې پکې لولپه شول.

طالبانو هم په کونړ کې د الوتکې نسکورېدل او د بهرنیو عسکرو وژل کېدل تایید کړي او وایي، د الوتکې کباړ یې د سېمي خلکو ته پريښئ.

ایساف په کونړ کې د خپلې الوتکې د لوېدلو پېښې ته اشاره نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x