افغانستان

«د ملي یووالي په حکومت کې ۲۲زره سلاکاران دندې ترسره کوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پر مهال ژمنه کړې وه، چې په ادارو کې به د سلاکارانو شمېر راکموي؛ خو تازه موندنې ښيي چې د ملي یووالي په حکومت کې ۲۲زره سلاکاران دندې ترسره کوي، چې هر یوه یې زرګونه افغانۍ معاش له دولتي خزانې اخلي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست وايي، د افغانستان دولت د مشاورینو پر دولت بدل شوی؛ ان ډېری مشاورینو ځان ته مشاورین نیولي او زرګونه افغانۍ ورکول کېږي.

د بشر دوست په خبره، مشاورین د دې پرځای چې دولت ته ښې مشورې ورکړي او د خلکو په ټپو ملهم کېږدي، بلکې د بې وزلو، یتیمانو او کونډو پر اوږو دروند بار کېښودل شوی دی.

دی وايي، هر سلاکار له ۳۰زره افغانیو نیولې ان تر ۵۲زره افغانیو پورې میاشتنی معاش اخلي او ډېری سلاکاران یوازې د معاش په ورځ راځي او نور په شخصي کارونو بوخت وي.

د ولسي جرګې دغه غړی زیاتوي، ډېری سلاکاران په میاشتو ـ میاشتو هم له مسوولو چارواکو سره نه ګوري او نه سمې مشورې ورکوي؛ بلکې یوازې معاشونه اخلي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون غړې ذکیه سنګین هم مني، چې ځینې مشاورین له ځینو دولتي ادارو باج اخلي او اړوند ادارو ته ځان نه منسوبوي.

د سنګین په خبره، ډېری سلاکاران د اړیکو په زور ګومارل شوي او علمي او کاري تجربه نه لري.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس احمد مسعود توخي هم مني، چې د ملي یووالي په حکومت کې زرګونه سلاکاران پر دندو بوخت دي.

د توخي په خبره، زیاتره سلاکاران د پروژو پر بنسټ نیول شوي او دوی یې د ګټې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

د ملي یووالي په حکومت کې د سلاکارانو ډېره شمېره هغه کسان دي، چې له دولتي دندو ګوښه شوي؛ خو د اړیکو او معاملو په زور بېرته د سلاکارانو په نامه مقرر شوي دي.

ډېری سلاکاران د مالیې، عامې روغتیا، پوهنې او کورنیو چارو وزارت کې ګومارل شوي او د ارګ او سپیدار ماڼۍ شمېر تراوسه رسنیز شوی نه دی.

افغان دولت تر ډېره بریده د بهرنیو په مرسته تکیه دی او کورني عایدات یې بېخي کم دي؛ خو د سلاکارانو په برخه کې په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x