افغانستان

د عطاء نور د ګوښه کېدو په اړه ضد او نقيض راپورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): راپورونه وايي، چې له اوږده جنجال وروسته د ګډ حکومت مشر اشرف غني د بلخ خپلسری والي عطاء محمد نور له دندې ګوښه کړی او پر ځای يې انجينر داوود د بلخ والي ټاکلی دی.

له تېرو څو ورځو راهيسې د عطاء محمد نور د ګوښه کولو اوازې دي، خو د جمعيت اسلامي ډلې يوه غړي فضل احمد معنوي تېره ورځ دغه ګنګوسې ناسمې وبللې او ټينګار يې وکړ، چې د ولسمشر او اجراييه رئیس په ګډون هېڅوک د عطاء نور د ګوښه کولو توان نه لري او ورپسې د بهرنيو چارو وزير او د جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني هم د نور د استعفا خبر رد کړ.

د بلخ والي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له وخته خپلسری پېژندل کېږي او د ګډ‌ حکومت په راتلو هم ولسمشر غني ګواښ کړی و، چې دی به ښاغلی نور له دندې ګوښه کړي، خو هغه له غربي رسنيو سره په مرکو کې ګواښ کړی و، چې «د چا پلار يې هم له ولايته نشي لرې کولای.»

د ایران نيم رسمي خبري اژانس «تسنيم» په خپل ننني راپور کې ويلي، چې د جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني د ولسمشر غني په غوښتنه هڅه کړې، چې نور استعفا ته اړ کړي، خو هغه يې له منلو انکار کړی، چې له امله د جمعيت په ګوند کې هم داخلي اختلافات زيات شوي دي.

راپورونه وايي، چې اجراييه رياست هڅه کوي، چې نور استعفا ته اړ کړي او په دې اړه ټولې ممکنه لارې چارې په کار واچوي.

حکومتي سرچينو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Can some body explain the differences between Democracy and Warlordcracy? WALORDCRACY: 1- The president of the country can not replace one of the officials.
2- When the college graduates can not find jobs and do sewing clothes or selling carrots on the street.
3- When young college graduates leaving the country and the so called government prevent them and says every thing is OK.

mha

If the US warns these warlords every thing will become OK. I do not know why the US Government is not doing it??

الجاج استاذ بیانزی

( mha) صاحبه ! د افغانستان خلک انګریزان نه دی چه تاسی ورته په انګریزی کی تبصری لیکی په انګریزی کی تبصری دا معنی هم لری چه تاسی خدای ناخواسته افغان نه یاست او یا تاسی د انګریزانو له خوا ګمارل شوی کمیشن کاری کوی یعنی ستاسی تبصری باید انګریزان وګوری چه د هغوی د خوښی او د هغوی د ګټو د پاره مو څه لیکلی او هغوی مو معاش زیات او یا کوم مقام درکړی . ستاسی د تبصری ارزونه : مونږ ته انګریزی زده ده څو ځلی مو ستاسی انګلیسی تبصرو ته په انګلیسی ځواب د دی خاطره… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x