افغانستان

له دوه ورځو راهيسې پاکستاني پوځيان پر کونړ ولايت توغنديز بريدونه کوي

نن ټکی اسيا: د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې پاکستاني پوځيان له دوو ورځو راهيسې د دغه ولايت پر دامګان ولسوالۍ توغنديز بريدونه کوي. د کونړ ولايت امنيه قومندان عبدالحسيب سيدخيلي وايي، چې پاکستاني پوځيانو پرونه راهيسې لسګونو توغنديزو بريدونه کړي دي. سيد خيلي وايي، چې نن هم له سهاره تر اوسه پاکستاني پوځيانو پر داګام ولسوالۍ شاوخوا شپاړس راکټي بريدونه کړي دي.

د کونړ ولايت چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويلي. د هيواد امنيتي چارواکو او کورنيو چارو وزارت د دغو بريدونو غندنه کړې او له پاکستانه يې جدي غوښتنه کړې، چې بايد خپل بريدونه ژر تر ژره ودروي. د يادونې وړ ده، چې دا لومړی وار ندی، چې پاکستاني عسکر د هيواد په ختيځو ولايتونو توغنديز بريدونه کوي بلکې له دې مخکې هم څو څو واره د پاکستاني پوځيانو لخوا پر کونړ، نورستان او ننګرهار ولايت راکټي بريدونه شوي، چې تر اوسه پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې. چارواکو څو څو واره دغه بريدونه غندلي، ولې تر اوسه په دې ندي توانيدلي، چې د دغو بريدونو مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x