ورزش

کرېکټ: هند له سریلنکا څخه یو ورځينۍ سیالۍ وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هند کرېکټ لوبډلې په دریمه یو ورځینۍ لوبه کې سریلنکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او سیالۍ یې خپله کړه.

دغه لوبه کې چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوه لومړی توپ وهنه سریلنکا لوبډلې وکړه او یو ښه پیل یې وکړ، خو په پای کې د هند ورو توپ اچوونکو سریلنکا توپ وهونکي پرینښودل هند ته ستر هدف ورکړي او دوی یې ۲۱۵ منډو پورې محدود کړل.

ددوی لخوا غوره توپ وهنه اپول ترنګا وکړه، چې نوموړي په ۸۲ توپونو ۹۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د هند لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۹م اور کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ او یو ورځينیو سیالۍ یې وګټلې.

د هند لوبډلې لخوا غوره توپ وهنه شیکر ډهاون وکړه، نوموړي په ۸۵ توپونو سلیزه ووهله.

د یادونې وړ ده چې د هند لوبډلې په یو ورځینۍ سیالیو کې دا پرلپسې اتمه سیالۍ ده چې ګټي یې، او له دې وروسته به په ۲۰ دیسمبر د چهارشنبې په ورځ له سریلنکا سره ۳ شل اوریزې سیالۍ پیل کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x