افغانستان

عبدالله: امريکا سره امنيتي تړون لاسليکوم

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ مخکښ نوماند او د شمال ټلوالې غړی ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، چې د بريا په صورت کې به امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.
نوموړي کابل کې يو تلويزون سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې کار به اهل خلکو ته سپاري او د ايتلافي حکومت د جوړيدو نيت نلري.
عبدالله زياته کړه، چې هيواد کې د ثبات او کرارۍ په موخه يې په ټاکنو کې ګډون وکړ.
د ۲۰۰۹ ولسمشريزو ټاکنو ناکاميدو نهيلی کړی نه وم، تېرو پنځو کالو کې د اپوزيسون غړی وم او ډا ځل داسې ښکاري، چې ولس خپل زعيم په خپله ټاکي.
د يو سوال په ځواب کې چې امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک کړي کنه؟
عبدالله زياته کړه، چې هو امريکا سره به امنيتي تړون لاسليک کړي؛ ځکه چې دا د دواړو هيوادو په ګټه دی او د افغانستان اردو تر اوسه دومره تکړه نده، چې د هيواد امنيت دې وساتلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x