افغانستان

امنيت شورا نن د بیت المقدس په اړه د رايې اچونې غونډه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن دوشنبه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغې پرېکړې په اړه  د رايې اچونې غونډه لري، چې دوه اونۍ وړاندې يې بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنه وپېژندله.

په ملګرو ملتونو کې د مصر سفير د فلسطيني چارواکو په غوښتنه په دې اړه د بحث وړانديز کړی او ټينګار يې کړی، چې د ټرمپ پرېکړه هېڅ قانوني ارزښت نه لري او بايد امنيت شورا يې بېرته رد کړي.

د رايې اچونې بهير د پيلولو لپاره لومړی شرط دا دی، چې د امنيت شورا دايمي غړي هر يو امریکا، فرانسه، روسيه، برتانيا او چين به يې د ويټو «رد» حق نه کاروي.

هغه قراداد، چې نن به په امنيت شورا کې د رايې اچونې لپاره وړاندې شي ځينو رسنيو هم تر لاسه کړی او په کې راغلي، چې د بيت المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه هېڅ قانوني ارزښت نه لري او نه شي کولای، چې د القدس شريف په اړه اغېزناک ثابت شي.

په قراداد کې دا پرېکړه «غلطه او باطله بلل شوې ده.»

په قراداد کې له ټولو هېوادنو غوښتل شوي: « ټول دولتونه دې بیت المقدس ته د خپلو ډيپلوماټيکو دفترونو له لېږدولو ډډه وکړي،د ټرمپ دغه پرېکړه د امنيت شورا د ۱۹۸۰م کال د پرېکړې له مخې ناسمه ده» او په قرارداد کې ټينګار شوی، چې ټول هېوادونه دې د امنيت شورا قانون ته د درناوي له مخې بیت المقدس ته د خپلو سفارتونو له لېږدولو ډډه وکړي.

امریکا تر اوسه د مصر له لوري په وړاندې کېدونکي قراداد څه نه دي ويلي، خو ملګرو ملتونو کې  د امریکا سفيرې نيکي د اسراييلو په ملاتړ د ټرمپ پرېکړه «له ځمکنيو حقائقو سره سمه عادلانه» بللې وه.

تېر کال ډيسمبر مياشت کې د امنيت شورا د څلورو دايمي غړو په ګډون څوارلسو غړو ويلي و، چې د فلسطين په اړه به د ۱۹۶۷م کال په سرحدونو کې بدلون نه راځي او ټينګار يې کړی و، چې بیت المقدس به هم د همدې کال د پولو له مخې پيژندل کېږي، چې هغه مهال د فلسطين په لاس کې و، خو تېر کال د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپلې سفيرې ته ويلي و، چې په دې اړه له رايې اچونې ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

US is not the greatest country any more.

الجاج استاذ بیانزی

The imperialism move up and fall down faster

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x