افغانستان

ارګ د عطامحمد نور استعفا ومنله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ارګ وايي، د بلخ والي عطامحمد نور څو شېبې وړاندې له خپلې دندې استعفا ورکړه او دوی هم ومنله.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي پخپله فیسبوک پاڼه له جزییاتو پرته لنډ لیکلي، چې د عطامحمد نور استعفا ومنل شوه او پر ځای يې انجینر محمد داود د بلخ والي وټاکل شو.

په دې وروستیو کې ارګ پر عطامحمد نور فشار ډېر کړی و، چې څو ځلې يې د لرې کېدلو اوازې رسنیزې شوې خو عملي شوې نه وې.

تېره ورځ د جمعیت اسلامي مرستیال احمد ضیا مسعود ګواښ کړی و، چې که عطامحمد نور له دوی سره له «تفاهم» پرته لرې کړل شي «سخته سیاسي ګډوډي به رامنځته شي.»

تر اوسه نه ده څرګنده، چې عطامحمد نور د کومې معاملې له مخې خپله دیارلس کلنه څوکۍ پرېيښې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد مصطفي

لوي توره وكرل پك غني چي پس له ١٦ كاله يو والي لري كرل كه ددوي باداران نه واي اوس هم نكيدل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x