
دفاع وزارت: بهرنیان زموږ په همغږۍ عملیات ترسره کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت وايي، دوی د څلور کلن امنیتي پلان سره سم پر مخ ځي او د بهرنیانو ټول عملیات له دوی سره په همغږۍ ترسره کېږي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، د څلور کلن له برخې د سږ کال پلان بشپړ او سم تطبیق شوی دی.
نوموړي له ازادۍ راډيو سره خبرو کې ویلي، د امریکا متحده ایالاتونو د عسکرو د روزنې، مشورو او هوايي ملاتړ په برخه کې همکاري کړې او په وينا يې عملیات يې په همغږۍ ترسره کېدل.
رادمنش نه دي ویلي، چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ستراتېژي د دوی پر امنیتي پلان اغېز کړی کنه؛ خو د دې ستراتېژي له اعلان سره د ملکي تلفاتو کچه لوړه ښودل شوې ده.
د تازه څېړنو له مخې د امریکايي ځواکونو د هوايي بمباريو له امله د ملکي تلفاتو شمېر ۵۲ سلنه لوړ شوی دی.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم تېره ورځ د امریکا له نوي سفیر جان اربس سره په خبرو کې د امریکا نوې ستراتېژۍ د خپلو مخالفینو د ځپلو «ډېره ښه لار» بللې ده.
که څه هم دفاع وزارت د بهرنیانو د شپنیو عملیاتو په ګډون ټول پوځي اقدامات په همغږۍ بولي، خو ډېری وخت افغان حکومت د بهرنیانو له لوري ترسره شويو عملیاتو په اړه ډېر وروسته نظر څرګندوي.
رادمنش له امریکا مننه کړې چې د امنیتي ځواکونو په روزنه او تمویل کې يې د دوی ملاتړ کړی دی.
د دفاع وزارت په داسې حال کې خپل امنیتي پلان بریالی اعلانوي، چې طالبانو د ځینو ولسوالیو پر سقوط سربېره پلازمېنې کابل، پکتیا امنیه قومندانۍ، هلمند او کندهار کې لوی مرګونه بریدونه هم ترسره کړي دي.