افغانستان

بادغیس: د اب کمري امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بادغیس امنیتي چارواکي وايي، چې تېره شپه د اب کمري ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د بادغیس امنیه قومندان عبدالرووف تاج وايي، تېره په اب کمري ولسوالۍ کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته روانه وه، چې د اب کمري ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال عبدالرسول د پولیسو مرستې ته روان و، چې په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی او ځای پر ځای وژل شوی دی.

ده نه دي ویلي، چې په دغه نښته کې څومره نور پولیس وژل شوي دي.

طالبانو تراوسه د اب کمري د امنیه قومندان د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x