افغانستان

پايلې اعلان شوې، ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې

نن ټکی اسيا: د ټاکنو خپلواک کميسون شيبه مخکې اعلان وکړ، چې د درې ځله د قسمي پايلو له خپريدو وروسته جوته شوې، چې هيڅ کانديد ګټونکی ندی او ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړې ،چې له مخي يې مخکښو کاندیدانو ډاکتر عبدالله عبدالله په ۴۴،۹په سلو ، ډاکتر اشرف غني احمدزي ۳۱،۵په سلو کې یووړې،چې له دوی څخه یو یې هم ونه توانېدل؛څو پنځوس جمعه یو رایه ترلاسه کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلان له مخې د ټاکنې پایلو وښودله، چې ډاکتر عبدالله عبدالله په ۴۴،۹په سلو ، ډاکتر اشرف غني احمدزي ۳۱،۵په سلو کې زلمي رسول ۱۱،۵ عبدالرب رسول سیاف۷،۱ ،هلال ۲،۷ شیرزي ۱،۶داود سلطان زوی ۰،۵ او هدایت امین ارسلا ۰،۲ په سلو کې رایي اخیستي دي.

په دې توګه ولسمشرۍ ته د ولاړو اتو نوماندانو څخه یو يې هم په دې ونه توانېده ، چې پنځوس جمعه یو سلنه رايې پوره کړي ؛نو ځکه ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې.

د ټاکنو د خپلواک کميسون چارواکي وايي، چې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې او دوی هم ورته بشپړ تياری لري. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x