
مسیر: قانون جوړوونکي د قانون پر وړاندې خنډ دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ګارنیزون د هغه کمپاین پر وړاندې، چې غواړي نامسوول وسله وال ثبت، درنې وسلې ټولې او د تورو ښیښو لرونکي موټر سپين کړي، زور واکي ولاړ دي.
له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر کاږي، د قانون د تطبیق پر وړاندې باید قانون جوړوونکي خنډ نه شي.
سرچينه کاږي د دې کار پر وړاندې خنډ ملي شورا غړي دي او دوی په جدیت سره مخالفت کوي.
د ولسي جرګې مرستیال همایون همایون ويلي، تر څو چې ولسمشر غني او د کورنیو چارو وزیر پخپله پر خپل ځان قانون عملي نه کړي دی به يې د تطبیق په برخه کې هیڅ ګام وانه خلي.
د سرچینې له قوله د ملي شورا ځينې غړي دا د ملي شورا له لوري یو توطیه بولي «د ملي شورا ځينې غړي چې لسګونه ميله وسلې او څو څو عرادې بې پلېټه موټر ګرځوي د ګابل ګارنېزیون د منسوبينو له چلنده ناخوښ دي او د امنيت شورا له لوري تصويب شوې طرحه د ځان پر وړاندې توطيه بولي.»
د جرګې بل مرستیال نذیر احمدزي وړاندې ویلي و، د امنیتي ګواښونو سره سره باید وکیلانو ته د تورو ښیښو لرونکو موټرو اجازه ورکړل شي.
هغه ویلي و، که حکومت يې د خوندیتوب ضمانت کوي، ښايي د ګارنیزون د هڅو تایید وکړي.
د جرګې بل غړي ظاهر قدیر بیا دا د حکومت له لوري د ځينو افرادو د سیاسي هڅو مخنیوی بلل دی.
مسیر کاږي:«هغه د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، حکومت هڅه کوي یو شمېر وکیلانو او افرادو ته په دې نوم دوسیې جوړې کړي او بیا یې د سیاسي فعالیتونو مخه ونیسي.»
د پوځي کارپوهانو په وینا دا د کورنیو چارو وزارت له لوري یو نېک ګام دی، خو باید تطبیق کې يې توپیري چلند ونه شي.
وړاندې د ولسي جرګې د امنیتي کمیسیون مشر هاشم الکوزي ويلي و، کابل ښار کې ټول ۴۵ زره نامسوول وسله وال فعالیت کوي، چې امنیتي برخه کې يې ګڼې ستونزې زېږولې دي.