افغانستان

کابل: پنځمه امنیتي حوزه کې د امنیت پر مرکز بريد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷لېندۍ، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار پنځمه امنیتي حوزه کې د ملي امنیت پر یو مرکز بريد روان شوی.

لومړي معلومات ښيي بریدګر افشارو سیمه کې د یوې ودانۍ ته ختلي او د ملي امنیت پر یو روزنیز مرکز يې ډزې پیل کړې دي.

عیني شاهدان وايي، تر اوسه د دوو چادونو غږونه اورېدل شوي او لا هم ډزې روانې دي.

امنیتي مسوولینو د پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي او نه هم د برید مسوولیت چا په غاړه اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx