افغانستان

مجاهد: د دفاع وزارت درواغجن راپورونه خپروي او لاپي شاپي وهي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼه کې د دفاع وزارت وروستی څرګندوني چې ګواکي په مختلفو ولایتونو کې يې پرمختګونه کړي او طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي، درواغجن تبلیغات وبلل او هغه یې لاپي شاپي وبللې.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکايي او دولتي ځواکونو د ټرمپ د ستراتیژۍ د اعلان وروسته هیڅ پرمختګ نه دی کړی او نه یې په ثبوت رسولای شي، او زیاته کړې چې امریکايي جنرالان او د دفاع وزارت چارواکي یوازي د ټرمپ د ستراتیژۍ د کامیابي ښودلې په خاطر درواغو ته مخه کړې ده.

نوموړي ویلي چې په کندهار، هلمند، زابل، غزني، کندز، جوزجان، پکتیا او نورو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد اعلان شوي عملیات «مطلق ناکام» شول او په دغه عملیاتو کې یوازي ولسي خلکو ته تاوان رسیدلي، په کورونو یې چاپې وهل شوي، بمبار شوي او مسجدونه یې نړول شوي دي.

د طالبانو ویاند وویل چې اوس هم ددوی نظامي خطوط پر خپلو ځایونو دي، او په کراره پرمختګ کوي چې له مخې يې هره ورځ دولتي ځواکونو څخه پوستې نیسي او د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي پر ځینو رسنیو هم تور پوري کړی چې په وینا یې له واقعیتونو مخه اړوي او د ملیونونو افغانانو او نړیوالو په سترګو کې خاوري شیندي تر څو دا وښيي چې ګواکي د ټرمپ ستراتیژي بریالۍ ده.

مجاهد په پای کې یو ځل بیا ګواښ کړی چې امریکایانو ته به ستره ماتې ورکوي او هغوی به پر افغان خاوره د شرمونو سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x