افغانستان

مطمئن: عطا نور هیڅ هم نه شي کولای

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل): د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د بلخ پخوانی والي عطا نور له ګوښه کېدو وروسته هیڅ هم نه شي کولای.

نوموړي ویلي : «عطاء نور د کرزې له وخته ( ۱۳ کلونه کیږي) د بلخ والي وو، کرزې ته یې هغه وخت اخطار ورکړی وو چې له دندې یې نه شي شړلای.

عطاء نور څو ځله د ګډ حکومت مشرانو ته هم ګوت څنډنه کړې وه چې له دندې یې نه شي شړلای».

د مطمئن په وینا عطانور یو ځل اخطار ورکړی وو چې دده د ایسته کیدو په صورت کې به د هیواد ۵ شمالي ولایتونه سقوط وکړي، او همداسي په تیرو دوه ورځو کې د جمعیت اسلامي شورا ګواښ کړی وو چې اشرف غني او عبدالله نشي کولای عطا نور له دندې ګوښه کړي، که داسي وشي نو جمعیت به له حکومت سره تقابل ته چمتو شي.

خو د مطمئن په وینا دا ټول هسی سیاسي خبرې دي، ځکه چې تر څو په افغانستان کې د «امریکا سفارت» او «بهرني ځواکونه» شتون ولري، نه جمعیت اسلامي، نه حزب اسلامي، نه اتحاد اسلامي، نه عطا نور او نه هم کومه بله سیاسي ډله د امریکا له اجازې او ملاتړ پرته څه کولای شي، ځکه چې دا ټولې ډلې او اشخاص د امریکا د ګټو لپاره کارول شوي او کارول کیږي، ددوی واک، ځواک، شتمني او نفوذ یې ټوله د امریکایانو په مرسته او ملاتړ دی.

باید وویل شي چې د ګډحکومت له لوري تر سختو فشارونو وروسته عطا نور له دندې استعفا ورکړې او پر ځای یې انجينر داوود ټاکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x