د الجزایر ولس د سعودي ملک سلمان ته توهین کړی / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل): په عربي هیواد الجزایر کې د فټبال د لوبې پر مهال نندارچیانو داسي انځور او شعار پورته کړی چې له مخې يې د سعودي حکومت هغه د خپل پاچا توهین بللی او په اړه یې د سعودي سفیر ویلي چې لازم ګامونه به اوچت کړي.

په هغه انځور کې چې نندارچیانو پورته کړی وو، نیم مخ د امریکې د ولسمشر ټرمپ او بل نیم یې د ملک سلمان وو، او تر لاندي يې لیکل شوي وه چې دواړه د یوې روپۍ دوه مخه دي، او تر څنګ یې د بیت المقدس د مشهورې ژیړې ګنبدې انځور ورکړی او تر لاندي يې لیکلي: کور زمونږ دی او بیت المقدس زمونږ دی.

د الجزایر ولس دا غبرګون په داسي وخت کې راځي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ د بیت المقدس ښار د اسرائیل په نامه کړ او داسي ګنګوسي دي چې سعودي او امریکا د ځینو نورو عربي هیوادونو په ګډون په دغه پرېکړه کې شریک دي. دغه ګنګوسي وروسته تر هغه هم قوي شوې کله چې د ټرمپ د پریکړې وروسته د سعودي غبرګون پڅ او هسي د نامه لپاره وبلل شو.

د یادونې وړ ده چې سعودي د اسلامي هیوادونو په هغه غونډه کې هم په ډیره ټیټه کچه ګډون وکړ چې د ترکیې له خوا د ټرمپ د پریکړې پر ضد را بلل شوې وه چې له امله یې د اسلامي ولسونو په زړونو کې د سعودي حکومت پر ضد کرکه نوره هم زیاته شوه.

دغه انځور لومړی په د لوبې په میدان کې پورته شوی او بیا وروسته یې ټویټر ته لاره موندلې چیري چې یې ضد او نقیض غبرګونونه را پارولي دي. ځینو خلکو انځور حقیقت ته نیژدې بللی خو ځینو نورو بیا توندي نیوکې کړي او د الجزایر ولس یې احسان فراموشه بللی ځکه چې سعودي ددوی سره په تاریخي لحاظ ډېر ښه کړي دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

خوامہ پری بدوی ځکہ چی وار مو دی ان شاءالله(اھل سعودو)

افغان
میلمه
افغان

زما په اند او د روانو واقعیتونو او حقایقو له مخی دغه تصویر چه د الجزایر مسلمانانو جوړ کړی ، ډیر په ځآی کاریکاتور او د سعودی د غلامی او امریکا د پاداری او د فلسطین د مظلومیت هر څه په کی نغښتل شوی ، دا د الجزایر د مسلمانانو له خوا نه د ټولی اسلامی نړی او ټول مظلوم بشریت له خوا کاریکاتور نه بلکه یو حقیقت دی ، خنده اوره یی دا چه د سعودی غلام سفیر یا غلام پاچا وایی چه مونږ د الجزایز سره نیکی کړی او دوی زمونږ په ضد توهین کړی . لمړی څه… نور لوستل »