دیني، سیرت او تاریخ

عیسائیت په افغانستان کي (۱۵)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د تاریخ په پاڼو کي د عیسایي مبشرینو راتګ و افغانستان ته:

په ۴۲۴ میلادي کال کي یو عیسایي راهب Bishop Afrid د افغانستان و زرنج او کندهار ته راغلی، په همدغه کال کي یو راهب و هرات ته هم ولاړئ، په هرات کي ارتودوکس کلیسا Syriac Orthodox خپلې پوره هلي ځلي پیل کړې، هلته د عیسایانو یوه غونډه جوړه شوه، د عیسائیت تبلیغ عام شو، همدا اوس هم هلته یوه ولسوالۍ ده د انجیل په نامه چي د ښاره څخه وتلې ولسوالۍ ده، هلته په هرات کي دغه عیسایي فعالیت ان تر ۱۳۱۰ میلادي کال پوری دوام وکړ.

لویدیځی کلیسا The Apostolic Church of the East د افغانستان په ۹ غټو ښارونو کي راهبان درلودل، په هرات کي (۴۲۴- ۱۳۱۰میلادي )، فراه کي (۵۴۴- ۱۰۵۷میلادي)، زرنج ۵۴۴ میلادي، پوشنج ۵۸۵ میلادي، بادغیس ۵۸۵ میلادي او په کندهار او بلخ کي.

امریکایي راهبانو په ۱۶۶۷ میلادی کال کي و کابل ته ځانونه راورسول، تر ۱۷ پیړۍ پوری کابل د امریکایي کلیسا Armenian Apostolic Church تر کلکې محاصرې لاندي وو.

په افغانستان کي لومړۍ رسمي کلیسا:

کله چي په ۱۹۱۹ میلادي کال کي افغانستان خپله خپلواکي واخیستله تر ټولو لومړی ایټالیا دغه هیواد په رسمیت وپېژندئ، افغانستان ورته وویل چي موږ باید ستاسو څنګه شکریه اداء کړو، چي تاسو تر ټولو لومړی موږ په رسمیت و پېژندلو نو د ایټالیا دولت ورته وویل چي موږ ته په افغانستان یوه رومن کاتولیک کلیسا Roman Catholic جوړه کړه ، په ۱۹۲۱ میلادي کال کي ورسره تړون لاسلیک شو او پر کلیسا په کابل کي په ۱۹۳۳ میلادي کال کي کار شروع شو، د ۱۹۹۰ – ۱۹۹۴ میلادي کاله پوری و افغانستا ن ته یواځي د رومن کاتولیکان عیسایي راهبان راتلل، ، دغو کاتولیکانو ددغې مؤسسې Little Sisters of Jesus تر نامه لاندي خپل فعالیت کاوه.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x