افغانستان

ملي شورا د برېښنايي تذکرو اړوند د ولسمشر فرمان تایید کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسي او جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمیسیون نن د برېښنايي تذکرو اړوند د ولسمشر فرمان تایید کړ.

د دې فرمان له مخې به په برېښنايي تذکرو کې اسلام او افغان کلیمې دواړه ولیکل شي.

د ګډ حکومت له پیل سره د برېښنايي تذکرو اړوند ناندرۍ وروسته له هغه ګرمې شوې، چې په دې تذکرو کې د ملت پر ځای ملیت لیکل غوره وبلل شول او دین يې بېخې ترې لرې کړ.

تېره ورځ د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې وویل، که ملي شورا دا فرمان تایید کړي نو دوی به په راتلونکې اوونۍ کې د تذکرو د وېش دقیقه نېټه په ګوته کړي.

د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي وویل په کابل ښار کې د وېش ټول مرکزونه له تخنیکي اړخه چمتو دي.

د هغه په وینا له پلازمېنې کابل وروسته به ورو- ورو دا لړۍ ولایتونو ته وغځېږي.

د ګډ حکومت مشرانو چې د ناندریزو ټاکنو په پایله کې د یو جوړجاړي له مخې پر روان حکومت راضي شول، پر دې څو ځلې ټینګار کړی چې د شفافو ټاکنو لپاره باید برېښنايي تذکرې ووېشل شي.

که څه هم د برېښنايي تذکرو د وېش نېټه اټکلاً راتلونکې اوونۍ په ګوته کېږي، خو د ټاکنو خپلوا کمیسیون تېره اوونۍ وویل، دوی به په ټاکنو کې له کاغذي تذکرې او رای کارته ګټه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x