شعـــــرونه

تېرى دى نورڅه نشته

په درسته اسلامي نړۍ تېرى دى نورڅه نشته
ويرونه دي زخمونه دي زګېروى دى نورڅه نشته

كه وينو اوكه او رو په مؤمن كيږي بريدونه
چاپې دي اوچورلكې دي دربى دى نورڅه نشته

سور اور موخپل وطن دى اوسوردهجرت ژوند دى
زندان دى زولنې دي يا مرګى دى نورڅه نشته

كمى مو د سړيو او پرتې مو شاړې ځمكې
په چاودو سپېروشونډو اسوېلى دى نورڅه نشته

له خدايه چي هرڅومره وي باغي ډيموكراسي كي
هغه نادان سړى دكارسړى دى نورڅه نشته

كه ځير شو وخدمت دبشريت اوانسانيت ته
خدمت يې بس لومړى پر هيزګارى دى نورڅه نشته

لحدكي يې فرق نشته بس پدې يوڅه خوشحال يم
بادشا دى كه ملنګ دى كه شپونكى دى نورڅه نشته

نه –نه زه مين نه يمه الهامه ! مسلمان يم
زړګى مي دمظلوم پرحال سورى دى نورڅه نشته

25 /04 /2014

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x