څېړنه: د خوب پر وخت مبایل نېږدې کېښودل له خطره ډک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ځیرک مبایل (سمارټ فون) له راتلو سره سم انسان ددې د استعمال داسې عادي ګرځیدلی چې هیڅ نشي کولای مبایل له ځانه لرې وساتي، داسې بریښي چې د ژوند ډیر حالات یې له دې سره تړلي وي، تر دې چې ډیر خلک له ویده کیدو وړاندې مبایل استعمالوي او همداسې بیده شي، چې یا یې مبایل په لاس کې پاتې شي او یا یې هم څنګ کې پروت وي.

څیړونکي په دې اړه خبرداری ورکړی چې له خوبه مخکې مبایل استعمالول او یا هم د خوب پر وخت مبایل له ځان سره کیښودل د روغتیا لپاره له وژونکو ناروغیو څخه دی، ځکه چې د مبایل نه راوتلې شعاوې د انسان روغتیا لپاره خورا خطرناکې دي.

د څیړنو پر اساس مبایل د معلوماتو تبادلې لپاره د رادیو فریکوېنسي سګنلې په کار اچوي، په ځانګړي ډول څوک چې ډیرې خپرونې ګوري او یا هم کوم لوی فایل ډاونلوډوي، له دې څخه چې کومې شعاوې راوځي هغه د روغتیا لپاره خطرناکې وي، چې له کبله یې سرطان، عصابي تکلیف او احساس کمترۍ په څیر په نورو ناروغیو اخته کیږي.

د روغتیا متخصصین وایي چې د بیدو کیدو نه ۲ ساعته دمخه باید مبایل استعمال نشي، او د خوب په حالت کې له ځانه لرې وساتل شي.

له بلې خوا کله چې تاسې خوراک کوئ نو د مبایل استعمال څخه ډډه وکړئ، ځکه چې د خوراک پر وخت مبایل استعمالول عصبي روغتیا زیانمنوي او د روانې ناروغۍ تکلیف پیدا کیدو لامل کیږي.

سرچینه: جیو اردو