پوتین د ټرمپ څخه مننه کړې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روسیې ولسمشر پوتین د امریکې ولسمشر ټرمپ ته تلیفون کړی او د هغه څخه یې مننه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې ولسمشر پوتین تېره ورځ ټرمپ ته تلیفون وکړ او د هغه څخه یې مننه وکړه، ځکه چې امریکا روسیې ته داسي استخباراتي معلومات ورکړل چې له مخې یې د سن پترزبورګ ښار کې د یوې لویې پيښې مخنیوی وشو او د زیاتو کسانو د ژوند ژغورنه وشوه.

دا په یوه اونۍ کې دوهم ځل دی چې دواړه ولسمشران تلیفوني اړیکې نیسي، ددې تر مخه تېره پنجشنبه هم خبرې شوي وې او د شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام په اړه ټرمپ پوتین ستایلی وو.

د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د سي آی ای له لوري را ټول شوي معلومات دومره کافي وه چې له مخې يې هم د برید مخنیوی وشو او هم احتمالي بریدګر پر وخت ونیول شول، چا چې غوښتل په کلیسا او د ګڼې ګوڼې په نورو ځایونو کې چاودنې وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

پوتین به له رونالد دریګن مننه کوی چه د روسی د دری لسیزو پاچا یی جوړ کړو . او امریکا به له پوټین ، ګورباچوف ، ولیتسمن او نورو مننه کوی چه کمونیزم ته یی د پای ټکی کیښود . بله مننه به روسان له امریکایانو کوی چه امریکایانو له افغان مجاهدینو د روسانو غچ واخست ، او هم یی ورله د شمال ملګری اخوانیان او کمونستانو ته د افغانستان سیاسی قدرت ور په لاس کړو . بله مننه به پوتین له امریکایانو کوی چه دری لسیزی په روسانو پاچاهی کوی او هغه وخت چه د کا جی بی ریس… نور لوستل »