درې رواجونه او يوه نړۍ غمونه

د سرمؤلف مرستیال استاذ عنایت الله (عادل)

لكه څنګه، چې اسلام د سالمې او سوكاله ټولنې ارونه (اصول) اېښي، بشپړه پلي كېدنه يې د هوسا، بسيا او كاميابې ټولنې ضمانت كوي، څومره چې اسلامي اخلاق او تګلارې په پام كې نيول كېږي هومره به د امن، او سلامتيا فضا را منځته كېږي او دا په عملي توګه په زبات رسېدلې، چې له دغه اصولو نه يوه سر غړونه ټوله ټولنه اغېزمنوي، دا چې موږ د يوې داسې اسلامي ټولنې خلك يو، چې تر هرچا زيات دغه اسلامي اصولو ته غاړه اېږدي او پدې لار كې يې بې درېغه قربانۍ نذرانه كړې، دا ضروري او اړينه ده، چې په خپل ټولنيز ژوند كې ددغه اسلامي معيارونو په پوره پلي كونې سره هغه سوكالي خپله كړو چې اسلام يې ژمنه كړېده، له همدې ځايه غواړم د خپلې ټولنې د هغه دودونو يادونه وكړم، چې زموږ په ټولنه كې يې ډېرې ناخوالې را منځته كړې، زموږ د خوښۍ او خوشالۍ مخه يې ډب كړېده اويو لړ غمونه يې را ټوكولي دي.ځېنې رواجونه دي چې په اسلام كې څه اصل نه لرى خو د خلكو تر منځ يې قانوني بڼه غوره كړېده.

په لاندې كرښو كې د دريو رواجونو يادونه كوم چې زموږ په ټولنه كې شتون لري:

په مړي پسې خيرات

له دې رواجونو څخه يو هم د مړي د لومړۍ شپې خيرات دى، په اسلام كې يو مسلمان پر بل مسلمان دا حق لري چې په جنازه كې يې ګډون وكړي او دعا ورته وكړي نه داچې د غم په هغه ګرمو شېبو كې يې ډوډۍ ته هم ناست وي او د (اسقاط) په نامه پيسې هم ورځنې واخلي، زموږ په ټولنه كې خو دغه موضوع د تربګنۍ او سيالۍ بڼه غوره كړېده هېڅوك يې له بل نه ټيټه نه وايي، ډېر ځله داسې پېښېږي چې د مړي د فقر او مسكينۍ له امله په كور كې سپېره دوړه نه وي، بچيان يې په شپو شپو وږي نر ګرځي، خو ورثه يې د خپل نامه او سرلوړۍ په خاطر په لوړه پېمانه لګښتونه كوي، ځمكه، پوله او پټى يې ګرووي او يايې په سود او قرضه پيدا كوي، خو خيرات او سقات نه پرېږدي، پدې سره د بېوزله كورنۍ، كونډې او يتيمانو يو غم دوه بلكې ډېر شي، د مړي غم او وير يوه خوا او د مله ماتوونكو قرضونو دروند پېټى بله خوا، دا درانه پورونه او قرضونه بېوزله كورنۍ د بې شمېره غمونو، كړاوونو او ستونزو ژورې كندې ته ور ټېل وهي، په كور كې واړه معصوم يتيمان له يوې خوا د پلار د مهربانې سيورې څخه بې برخې شي او له بلې خوا د ربړو په دام كې را ښكېل شي، حق يې دا وي چې زده كړه وكړي، پوهه ترلاسه كړي او د خپل غوره برخليك لپاره كار وكړي، مګر مخه يې ستونزواو قرضونو بنده كړې وي.

د اولې ورځې د خيرات په هكله موږ په اسلام كې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم لارښوونه لرو كله چې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د تره زوى حضرت جعفر رضی الله عنه شهيد شو نوويې فرمايل: تاسې دهغه له كورنۍ سره غمرازي وكړئ. په دې مانا چې تاسې د هغه ډوډۍ مه خورئ بلكې تاسې مرسته ورسره وكړئ، خو موږ دا عيب ګڼوچې خلكو ته ډوډۍ او اسقاط ورنه كړو او خلك هم دا نه خوښوي، چې څه ونه خوري اوان تردې چې د مړې خاوند وايې: كه زه دا كار ونكړم نو زما د دروازې رنګه بدېږى؟! چې داخبره د سقات او اولې ورځې د ډوډۍ داثبات ښكاره دليل دى. دا متل چې وايې: مصرف دې وشه د مړي په اروا پسې دې ومه رسه، نو دا زموږ خلك ولې بې ځايه مصارف كوي؟! سمه ده كه چېرې غواړې يوڅو ورځې وروسته يې د بيا وكړي.

د بدل واده

يوه بله ټولنيزه ستونزه چې موږ ورسره لاس اوګرېوان يو هغه په بدلانه سره واده كول دي، يوه ښځه په بله باندې بدله كړي اوپه عربي ژبه كې ورته شغار وايې، په اسلام كې د دغه رواج هېڅ اصل نشته نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايي: (لا شغار فى الاسلام) په اسلام كې شغار نشته، ډېرعلما يي ردوي او امام ابوحنيفه د مهر مثل په ټاكلو سره اجازه وركوي، دا ډول ودونه په اسلامي نړۍ كې رواج لري او لامل يې د مهرونو لوړېدل وي، خلك نه شي كولاى په ولواره واده وكړي نو خپله لوراو يا خور د خپل ځوان زوى لپاره په بدل وركوي.

دا ډول واده ډېر ځله ستونزې را منځته كوي اود ټولو ستونزو قرباني مظلومه ښځه وي، او د هرې سختۍ پور ادا كوي، نه يوازې دا، بلكه دواړې كورنۍ خوابدې او دوستي يې ټپي ټپي شي، تر مينځ يې د مينې تله راتله په دښمنۍ واوړي.

ولور

زموږ د ټولنې بله لويه ستونزه ولور دى، چې ټول ځوانان ورسره لاس اوګرېوان دي، كه اسلامي تاريخ ته نظروكړو نواسلام ورته لس درهمه اندازه اېښې ده اوزموږ پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته به چې كوم صحابى راغى نو ورته و به يې ويل، ايا مهرلرې؟ كه صحابي به ورته د نه ځواب وركړ، نو ورته و به يې ويل، چې له قرآن نه څه حفظ لرې ؟ هو ورته وبه يې ويل ځه ستا مهر د قران پلانى سورت شو اوفرمايي، چې ترټولوغوره هغه ښځه ده، چې ولور (مهر) يې كم وي.

متاْسفانه زموږ ولورونه دومره درانه او ډېر دي چې هيڅوك يې توان نه لري، دا ددې سبب شوي چې ځوانان او ځوانانې لاس تر زنې كښيني، نه يوازې دا ولورونه لوړ دي بلكې نور لګښتونه يې يو بل مله ماتى پېټى دى په هوټلونو کې د مسابقې په ډول یو له بل څخه زیات مصارف کوي، چې زموږ په ټولنه كې يې ناخوالې زياتې كړې دي، ځوانان مو په كلونو كلونو ورك وي بيا هم ولور نه شي پوره كولاى اوښځې مو په كورناستې وي، پدې تمه چې ولور به يې پوره او د واده له خوښۍ به برخمنه شي، خو دا هيله هله پوره كېږي، چې دواړه لوريه د ستونزو، كړاوونو او غمونو لخوا ښه و نيښتېځل شي.

زموږ دغه ناسم دود ډېرې ناخوالې را منځته كړې، كله ناكله خو دا دود د لويې رسوايى لامل هم كېږي، ځينې پېغلې لا دېته اړې شي، چې له بل چا سره په خپله خبره وكړي، يا ور سره تېښته وكړي. د دې لپاره چې د وروڼو او خويندو دغه هيله مو په سمه او مشروع توګه تر سره شوې وي له ټولو پلارونو، علماوو، مشرانو مسئوولينو څخه هيله كوو، چې دداسې رواجونو د وركې لپاره كار وكړي. اسلامي او شرعي اصولو ته غاړه كېږدي، خپل بچيان او لوڼې د انتظار او ستونزو په لمبو كې ونه سېځي. په همدې هيله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د