افغانستان

د فساد له امله د مرمر ډبرو ۸۰ سلنه فابریکي سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل): د ډبرو صنعت ټولنې، مسوولین وايي د حکومت کې د فساد او نه پاملرنې له امله د مرمرو ډبرې ۸۰ سلنه فابریکې سقوط ته نږدې دي.

د دې ټولنې مرستیال نعمت الله وايي یا حکومت پخپله غل دی يا هم د غلو ملاتړی دی.

د ده په خبره د دې ټولنې ګڼ قراردادونه لاهم بې برخلیکه پاتې دي چې که همداسې دوام وکړي فابریکې به يې په ټپه ودرېږي او تر څلورسوه میلیونه افغانۍ ډېر عایدات به له لاسه ورکړي.

له دې ټولنې سره یو تن قراردادي عبدالباري طلوع تلویزون ته ويلي، له وزارته مو دا هیله ده چې د قراردادونو برخه کې ستونزې ژر هوارې کړي.

په دې برخه کې مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ګډ حکومت د واک په لومړیو کې د فساد پر ضد مبارزه پخپلو لومړیتوبونو کې ګڼلې وه.

د کانونو او پټرولیم وزارت لاهم د سرپرست وزیر له لوري اداره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x