افغانستان

پلخمري: طالبانو د نفوذي کس په مرسته پوسته نيولي- څلور عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لېندۍ، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي، د بغلان ولايت د پلخمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د يوه نفوذي کس په مرسته يوه پوسته نيولې او د يو قومندان په ګډون څلور پوليس وژل شوي دي.

دغه بريد تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د هژده کوتل په سيمه کې د قومندان حيات الله په پوسته شوی.

د بغلان چارواکي پېښه تاييدوي افغان اسلامي اژانس ته يې ويلي، د بريد پر مهال دوه پوليس وژل شوي، خو ځايي اوسېدونکو د وژل شويو عسکرو شمېر درې تنه ښودلی.

طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، دغه عمليات يې د پوستې په داخل کې د يوه نفوذي عسکر په مرسته ترسره کړي، په ترڅ کې يې د قومندان نورالدين په ګډون څلور پوليس وژل شوي او دوه نور يې طالبانو ژوندي نيولي دي.

طالبانو په خپله ويب پاڼه، د نيول شويو او وژل شويو عسکرو او له هغوی د نيول شوې وسلې انځورونه هم خپاره کړي دي.

وخت ناوخت پر افغان او بهرنيو ځواکونو د طالبانو نفوذي کسان پر هغوی بريدونه کوي، چې دغې چارې دواړه لوري سخت ورخطا کړي دي.

د ان بي سي د راپور له مخې امريکا په دې وروستيو کې د نفوذي کسانو د بريدونو د مخينوي په موخه د (ساتونکي پرښتې) په نوم یوه ډله جوړه کړې، څو هغه کسان په نښه کړي چې غواړي په بهرنيو عسکرو بريدونه وکړي، خو تر دې دمه نه دي بريالي شوي.

يواځې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې  د نفوذي کسانو له لوري لس بريدونه په بهرنيو ځواکونو او لسګونه نور په افغان ځواکونو ترسره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

نور دہ الله ج ج ۔نفوذی مجاھد ڈیر پیداکی اوان شااللہ دشمن تہ بہ ماتیہ ورزی پہ ھرقیمت ان اشااللہ ان شااللہ ان شااللہ ان شااللہ ان شااللہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x