افغانستان

صالح: د نور په استعفا کې « له خاورو خځلو» باید ګیله ونه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي د عطامحمد نور د استعفا په برخه کې له حکومته ګیله پکار نه ده.

نوموړي ولسمشر غني له «خاورو – خځلو» سره یو ډول بللی او په وینا يې له دوی باید ګیله ونه شي.

امرالله صالح دا د خپل تاریخ «حذفول» بللي او پخپلو پلویانو يې غږ کړی، چې زموږ بې اتفاقي او ټوټه – ټوټه کېدو دې ته لار هواره کړې، خو په خبره يې «هیڅوک به زموږ تاریخ حذف نه کړي.»

هغه د رهبرۍ له نیستي سر ټکولی، خو نه دي يې ویلي چې ګوندي رهبري ښيي او که مسئله ورته بشپړه قومي ښکاري.

صالح خپلو همفکرو ته ډاډ ورکړی چې د نور استعفا د هغه «د غره غوندي شخصیت» نشي ټیټولی.

ارګ له دیارلس کاله واليتوب وروسته نن د عطامحمد نور استعفا ومنله او پر ځای يې انجینر محمد داود د بلخ والي وټاکل شو.

ځينو سرچینو انجینر داود د هغو دوو کسانو له ډلې ګڼلی، چې عطامحمد نور ارګ ته پخپل ځای د ټاکل کېدو لپاره معرفي کړي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

امرالله ناصالح او دهغه ملګری انسانی اخلاق نه لری دادروس امریکا پاکستان او ایران جاسوسان شرم نه لری بیله بازاری پیشرو ا ولافی شافی اوبازار تیزی بل سه ددوی په ضمیر کی
نشته دی شه دی جه داغل او قوم ګرا له دی صحنی ووزی اوته د تلویزون دغره چریک وی چه قو ماندانان به دی جنسی ار ضا کول داحمد ابدالی هیواد دومره بی قدره شو چه بد فعله انسا نان ددی وطن برخ لیک تاکی

مجيب الرحمان

قلم مو تاند اوسه، سل په سله دوى د بې ريښې لکه د باران چينجي کوڅې نه راجګ شوي، دوى نوى دود مخته کړى چې کلتور جان زدن ورته واىي. دوى بې فرهنګه انسانان دي. خو مننه له غبرګونه مو.

مجيب الرحمان

که اشرف غني صيب د عطانور په خولې بل لنډه غر والي ټاکلى وي نو خداى دې دى تبا او برباد کړي. لږ دې حيا له تورکي ولسمشر اردغان نه زده کړي

الجاج استاذ بیانزی

د شمال او جنوب دواړه اړخونه د اشغالګرو په واسطه له نیست څخه شته شول ، دوی ټول جنګی مجرمین او د افغانستان د مظلوم اولس وژونکی او استثمارونکی دی په دواړو اړخونو کی پرونی غوښه چاړه اخوانیان ، کمونستان او نشنلستان او سکولریستان ګډون لری فکر کوم چه د جنوب اړخ سکولریستانو مور د شمال اړخ د سکولریستانو، اخوانیانو او کمونستانو د مور په نسبت ناتو او امریکا ( میړه ) ته منلی ده یعنی د امریکا ګټی اوس وخت کی د هغه میرمن په لمن کی پرتی دی د شمال میرمن ورسره رقابت کی ده چه ځان ورته… نور لوستل »

مجيب الرحمان

بيانزى صيب ستاسو په ليکنه کې د شمال او جنوب د بېلتون خبره جوته ده دا چې افغانستان په سيمه کې يو له هغو متوازي اسلامي جوړښت څخه رامنځته شوى يو هېواد دى چې قومونو د اسلامي اصولو پربنسټ سره خپلوي کړې شمال او جنوب سره ګډ شوي نو امريکا يې په بېلتون کې پاتې راغلې يوازينۍ لاره يې همدا جنګسالاريزم او سمتپاليزم دى چې دېته هم څوډوله رنګونه ورکول کېږي، دولتمشر غني صيب پوه سړى دى خو د دولت په کړنچارو تصاميمو کې ورته خنډونه مخې ته کوي ځکه يې هډانه په دوه سره مشريزه کمزورې شوې، دلته د… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x