په امریکايي اډې کې د بغدادي د شتون په اړه پنټاګون له څه ويلو ډډه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له تېرو څو ورځو راهيسې يو شمېر رسنيو راپورونه خپاره کړي، چې د داعش ډلې مشر ابو بکر بغدادي امریکايي ځواکونو نيولی او په سوريې کې د امریکايي عسکرو په يوه مرکز کې تر څارنې لاندې دی، خو د پنټاګون مطبوعاتي چارواکي په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

د روسيې ټاس خبري اژانس خبريال د امریکا دفاع وزارت يوه وياند جګړن ادریان رانکين ګالوای څخه د بغدادي د نيولو او ځای په اړه پوښتنه وکړه، خو هغه يې په ځواب کې وويل، چې «په داسې پوښتنو د ځواب اجازه نه شته.»

د ترکيې يني شفق ورځپاڼې د سوريايي سرچينو له خولې ليکلي، چې ابو بکر بغدادي د امریکايي ځواکونو له لوري په عراق کې نيول شوی او بيا د سوريې شمال حسکه سيمې په رميلان پوځي اډې کې ساتل کېږي.

دغې ترکۍ ورځپاڼې دا هم ويلي، چې امریکايي پوځيانو د بغدادي په ګډون د داعش اووه مشران نيولي، چې يو يې د عراق او نور يې د سوريې او نورو هېوادونو دي.

د عراق حکومت او د امریکا په مشرۍ ائتلاف وايي، چې داعش ډلې ته يې په عراق کې ماتې ورکړې، نور هلته نشته او همدارنګه يې په سوريې کې ماتې خوړلې ده.

تېره مياشت روسي چارواکو پر امریکا تور پورې کړ، چې په سوريې کې له داعش ډلې سره مرستې کوي او دليل يې دا ويلي و، چې د داعش ډلې موټریز کتار د امریکايي پوځيانو د اډې څنګ تېر شوی او دوی پرې کار نه دی لرلی، خو دا لومړی ځل دی، چې روسي او ځينې امریکايي رسنۍ د داعش د مشر ابو بکر بغدادي په ګډون د اوو داعش مشرانو د نيولو خبر ورکوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل ساحل
میلمه
اجمل ساحل

بوغدادی له وخته له امریکایانوسره لاس ؤ ، دی دي دخدای په غضب اخته شي چې په ټوله نړۍ کې یې مسلمانان په خپل منځي شخړو اخته کړل اوامریکایانوته ښه خدمت وکړ

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

دا خبره د ایران د فوځ او استخباراتی مشر یو کال د مخه د دی عنوان لاندی کړی وه [ چه مونږ بغدادی په ګوته کړو عراق کی د امریکا په یوه فوځی هډه کی اوسیږی ] له هماغه وخته چه امریکا هر چیری د القاعده د ګروپونو سره په ټولو هیوادو کی جنګیدله مګر سوریه کی یی برخلاف د القاعده ګروپونو سره علنی او هر اړخیزه مرستی کولی مونږ یی په اړه دوه که دری ارتیکلونه هم لیکلی وو د داعش له جوړیدو وروسته په ډاګه شوه چه امریکا سوریه کی د القاعدی ګروپونو سره ځکه مرستی کولی چه… نور لوستل »